په ناروې کې ډیموکراسي
دا فلم وګورئ
په ناروې کې ډیموکراسي
مرکزي حکومت، د ولسوالۍ په کچه چارواکي او ښاروالۍ
- په ناروې کې 15 ولسوالۍ او 356 ښاروالۍ شتون لري (01/01/2024).
- ولایتونه او ښاروالۍ دواړه جغرافیایي سیمې او اداري واحدونه دي چې د مرکزي حکومت تابع دي.
- د ولایت او ښاروالۍ چارواکي دواړه په ځینو سیمو کې پخپله واکمن دي، که څه هم مرکزي حکومت د ډېری مواردو په اړه پرېکړه کوي.
- مرکزي حکومت د ولایتونو او ښاروالیو لپاره د فعالیت یا صلاحیت چوکاټ یا محدوده ټاکي.
- مرکزي حکومت په ټول هیواد واکمني کوي، پداسې حال کې چې د ولایت او ښاروالۍ چارواکي یوازې په محلي کچه تصامیم نیسي.
د مرکزي حکومت ځینې مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:
- بهرنی سیاست
- روغتونونه
- قانون جوړونه
- د ښوونځي نصاب
د ولسوالیو د چارواکو ځینې مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:
- لوړې ثانوي زده کړې
- د ولسوالۍ سړکونه
د ښاروالۍ ځینې مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:
- لومړني او ټیټ ثانوي ښوونځي
- وړکتونونه
- د زړو خلکو پالنه
- د کثافاتو راټولول، اوبه او فاضله مواد
- د ښاروالۍ سړکونه
سیاسي او اداري کنټرول
مرکزي حکومت، والیتونه او ښاروالۍ د هغو سیاستوالو لخوا اداره کیږي چې د خلکو لخوا ټاکل کیږي. دا پدې مانا ده چې سیاستوال په موضوعاتو باندې بحث کوي او د بیلابیلو سیمو لپاره پالیسۍ جوړوي. نو پدې توګه، دغه دولتي کارکوونکي په دولتي ادارو-ایالتي ادارو، محلي ادارو او د ښاروالیتو کارکوونکي دي چې د هېواد سیاسي چارې پرمخ وړي.
بېلګې:
- سیاستوال د ښوونځي نصاب غوره کوي، ښوونکي بیا د دې نصاب مطابق تدریس کوي.
- سیاستوال د ټولنیز امنیت ګټو تادیه کولو لپاره مقررات غوره کوي. د NAV کارمندان باید د دې مقرراتو سره سم عمل وکړي.
پارلمان
د ناروې پارلمان Storting نومیږي. چې 169 غړي لري چې د خلکو لخوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي. یاد غړي د مختلفو سیاسي ګوندونو استازیتوب کوي. پارلمان په ناروې کې د حکومت ستره څانګه ده.
د پارلمان مهمې دندې په لاندې ډول دي:
- د نوي قانون تصویب او زاړه قانون تعدیل
- د ملي بودجې تصویب
- د دولت او مرکزي حکومت له کړنو څارنه
- د سیاسي موضوعاتو او لویو ملي پروژو په اړه بحث کول
ناروې ازاده ډیموکراسي لري. هرڅوک چې وغواړي کولای پارلمان ته حاضر او په بیلابیلو مسائلو د سیاستوالو خبرې واوري. که څه هم عام خلک نه شي کولای په پارلمان کې د مسائلو په اړه خبرې وکړي یا نظر وړاندې کړي. ډیری مسایل د مشورې لپاره ویشل شوي. دغه کار د چارو پوهانو او عامو خلکو ته د وینا کولو فرصت ورکوي.
حکومت
له عمومي ټاکنو وروسته یو یا څو ګوندونه نوی حکومت جوړوي. حکومت له وزیرانو (د هر وزارت سیاسي رییس) او لومړي وزیر څخه جوړ دی. د حکومت یوه دنده د نویو قوانینو وړاندیز او د اوسنیو قوانینو تعدیل دی، خو دا مسؤلیت د پارلمان دی چې قوانین او تقنیني تعدیلات تصویبوي. حکومت دنده لري چې ډاډ ترلاسه کړي چې د پارلمان پریکړې په عمل کې پلي کیږي. حکومت هر کال د ملي بودیجې وړاندیز هم کوي.
د دولت شورا
حکومت هره جمعه د پاچا سره ناسته لري. په دې غونډو کې وزیران پاچا ته د بېلابېلو سیاسي مسایلو په اړه معلومات ورکوي. دا غونډه د دولتي شورا په نوم یادیږي. پاچا ډېر سیاسي واک نه لري، خو بیا هم دا غونډې مهمې دي.
د واکونو د جلا کولو اصول
د واکونو جلا کول پدې مانا دي چې واک د دولت د دریو خپلواکو قوو ترمنځ ویشل کیږي:
- مقننه قوه (پارلمان) قوانین تصویبوي.
- اجراییه قوه (حکومت) قوانین وړاندیز کوي او د پلي کیدو ډاډ ورکوي.
- قضایی قوه (قانون محکمه) د محکمو په قضیو کې د پارلمان لخوا تصویب شوي قانون سره سم قضاوت کوي.
کله چې واکونه د حکومت د دې دریو څانګو تر منځ وویشل شي، هیڅوک نشي کولی ډیر واک ولري. دا په دې توګه ډیموکراسي خوندي کوي.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- په هغو هیوادونو کې د حکومتی ادارو په اړه بحث وکړئ چې تاسو یې پیژنئ.
- په ناروې کې د درۍ ګونو قوو د واکونو په اړه بحث وکړئ.
- په یوه صلح آمېزه جامعه کې د مرکزی حکومت، ولسوالیو او ښاروالیو د ندو په اړه بحث وکړئ.
- څنګه کولای شئ په هغو ټولنه کې چې تاسو ژوند کوئ فعاله و اوسئ؟
- آیا فکر کوئ چې په سیمه ئیزه کچه اغېز لرل تر ملي هغې آسانه دي؟ ولې؟ او وې نه؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د لاندې مواردو څخه کوم یو یې د مرکزي حکومت لپاره مسؤلیت ګڼل کېږي:
سم ځواب انتخاب کړئ
د ناروې پارلمان په څه نامه سره یادېږي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
وزیر څه ته وایي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟