د دندې لپاره شرائط
دا فلم وګورئ
د دندې لپاره شرائط
غوښتنلیک او سي وي
که څه هم په ناروې کې د بېکارۍ کچه ټیټه ده، خو بیا هم د دندې موندنې پرمهال قوي رقابت شتون لري. که چېرې تاسو غواړئ دنده وکړئ، نو تاسو باید په فعال ډول د دندې په لټه کې شئ. دا مهمه ده چې له خپلو اړیکو او شبکو څخه استفاده وکړئ او هغوی ته وښیئ چې تاسو د کار کولو علاقه لرئ. کله چې تاسو غواړئ دنده پیدا کړئ، نو تاسو به معمولاً د هغې لپاره غوښتلیک او خپله سي وي وړاندې کوئ.
غوښتنلیک داسې یو لیک دی چې په هغې کې تاسو د خپل ځان او مخیینې په اړه یو څه معلومات درج کوئ. سي وي هغه سند دی په کوم کې چې تاسو د خپلې کاري تجربې او تحصیل په اړه لنډ معلومات درج کوئ. غوښتنلیک او سي وي باید په صحیح نارویژي ژبه ولیکل شي. دا مهمه ده چې اسناد په آسانۍ سره د لوستو وړ وي.
یو کار ګومارونکی به چې غواړي یو نوی کارکوونکی وګوماري پدې ټینګار کوي چې یاد شخص د دغې دندې لپاره وړ شخص ګڼل کېږي. هغوی به همدارنګه دا هم په طبیعي ډول پام کې نیسي چې آیا دغه شخص مناسب تحصیلي اسناد یا وړتیاوې لري که څنګه، خو نور تر دې مهم موارد هم شتون لري.
آیا هغه شخص چې غواړئ وګومارئ لاندې اوصاف لري:
- تجربه
- غوره مراجع
- داسې اخلاق یا شخصیت چې د کاري چاپېریال سره مناسب وي
- په یاد مقام یا پوست پورې اړونده وړتیاوې
مرکه
یو کار ګومارونکی به مخکې له دې چې پرېکړه وکړي دنده کوم کس ته وسپاري، معمولاً اړتیا ولري ترڅو د غوښتونکو سره یوه یا ډېرې مرکې ولري. په مرکه کې هغه شخص چې د دندې لپاره یې غوښتنه کړې دا چانس لري چې ځان معرفي کړي او دندې د ګومارني مسؤل شخص د غوښتونکي پروړاندې یو تصور یا فکر پیدا کوي. دواړه لوري کولای شي پوښتڼې وکړي.
په مرکه کې مهم ټکي:
- پدې اړه فکر کول چې مرکه باید په کوم ځای کې ترسره او د مرکې اخیستو ځای یا آدرس څنګه ترلاسه کېدی شي.
- د مرکې پرمهال د جامو اغوستو او هغو تصور په اړه فکر وکړئ چې غواړئ مقابل لوري ته یې رامنځ ته کړئ
- په وخت سره ځان ورسوئ.
- د مرکې پرمهال مقابل لوري ته په ټینګه لاس ورکول او د سترګو غړول مهم دي
- مثبت فکر وکړئ، خوښ اوسئ او کوښښ وکړئ چې مرکه اخیستونکي ته متوجه و اوسئ.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- آیا ستاسو په هېواد کې په لیکلي بڼه غوښتنلیک اعتبار لري؟
- پدې اړه فکر او خبرې وکړئ چې باید په خپله سي وي کې کوم ډول معلومات درج کړئ.
- په مرکه کې د پوښتلو لپاره غوره موارد کوم دي، او تاسو باید د مرکې پرمهال د کوم ډول پوښتنو له مطرح کولو ډډه وکړئ؟
- فکر وکړئ چې باید د مرکې پرمهال کوم ډول جامې واغوندئ.
سم ځواب انتخاب کړئ
د یوې دندې لپاره غوښتنلیک څه ته وایي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
سي وي څه ته وایي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د دندې لپاره د مرکې پرمهال څوک کولای شي پوښتنې مطرح کړي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟