هوئیت/پېژندنه
دا فلم وګورئ
هوئیت/پېژندنه
د خپل ځان په اړه درک، ډېری وخت د هوئیت مانا افاده کوي. هوئیت د شخص له اخلاقو او شخصیت ښکارندویي کوي. همدارنګه د یوه شخص په هوئیت کې دا موارد هم رول لري چې غواړې کوم ځای کې ژوند وکړي، خپل وخت چاسره تېر کړې او د څه شي سره مینه لري.
جنسي هوئیت/پېژندنه
هغه څوک چې موږ ورباندې مینېږواوله جنسي پلوه د هغه په لور جذبېږو موږ سره د جنسي هوئیت په تعریف کې مرسته کوي. ځینې خپل ځان له جنسي پلوه د بل جنس یا مخالف جنس مجذوب ګڼي، پداسې حال کې چې ځینې نور بیا نه غواړي خپل جنسي انګېرنه د یوه ثابت شي په حیث تعریف کړي.
جنسیتي هوئیت/پېژندنه
جندر یا جنسیت زموږ د هوئیت یوه برخه ده. ارواه پوهانو د توکم له مخې د زېږون پرمهال زموږ هوئیت هلک یا نجلۍ تشخیص کړی. دا امر د څرګند جنسیتي بدلون په واسطه ځواکمن شوی دی. نن صبا د دغې طبقه بندۍ لپاره چې د ټولو لپاره مناسبه نه ګڼل کېږي، ګڼ شمېر نظریات شتون لري، او دا چې څنګه ځینې خلک دا هیله کوي ترڅو خپل جنسیت له خپل د زېږون له جنسیت څخه متفاوت او یا د دغو دوه جنسیتونو ترمنځ چې نر او ښځه دي وښئي. د جنسیت بیانول هغه اصطلاح ده چې موږ یې د خلکو د جامو اغوستلو د طریقې لپاره کاروو یا دا چې په خپل جنسیت باندې د تاکید په موخه ورڅخه استفاده کوو.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- د هوئیت او تنوع ترمنځ د تړاو په اړه بحث وکړئ.
- په دوه و برخو د جنسیت وېشل څه نواقص لري؟ آیا کومه ګټه هم لري؟
- تاسو د 'جنسیت بیان' اصطلاح سره څه تړاو لرئ؟
- ستاسو په آند، د هغه شخص لپاره کومې ننګونې شتون لري چې د جنسیت او جنسي اړیکو په اړه له دودیزو تعریفونو شا خالي کوي؟
- “LGBTQI+“ اکثرا د هغو خلکو په اړه کارول کیږي چې د جندر او جنسیت له نورمونه څخه سرغړونه کوي. فکر وکړئ چې د څه لپاره کارول کېږي.
جمله بشپړه کړئ
زموږ هوئیت زموږ په ځانګېړنې او زموز په ...
جمله بشپړه کړئ
هغه څوک چې تاسو ورباندې مین شوي یاست او له جنسي پلوه هغه سره علاقه لرئ، ستاسو د لاندې مواردو په اړه یو څه وایي:
جمله بشپړه کړئ
د جامو اغوستلو طریقې یا په بل عبارت د مخالف جنس جذبولو ته موږ لاندې اصطلاحات کاروو:
سم ځواب انتخاب کړئ
هغه کوم موارد دي چې له رواني اړخه زموږ جنسیت قوي کوي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟