ټولنیزې رسنۍ او ډیجیټلي قضاوت
دا فلم وګورئ
ټولنیزې رسنۍ او ډیجیټلي قضاوت
نن صبا خلک په فعال ډول له ټولنیزو رسنیو او انټرنېټ څخه استفاده کوي. موږ خپل انټرنېټي بانک ته د ننه کېږو یا هم په آنلاین ډول عامه خدمات ګورو، او موږ په آنلاین ډول پېر کوو. موږ له خپل BankID (د هوئت آلې)، رمز، د ګوتې له نښې د مخ له عکس څخه په استفادې سره سیستم ته ځان معرفي کوو.
په ټولنیزو رسنیو کې فېسبوک، ټویټر او انسترګرام شامل دي. موږ په ټولنیزو رسنیو کې خپل نظریات، تصویرونه او ویډیګانو شریکوو. ټولنیزې رسنۍ موږ ته دا وړتیا راکوي ترڅو د خپلې کورنۍ، ملګریو، او آشنایانو سره په اړیکه کې و اوسو. موږ د ورځې په جریان کې ګڼ شمېر ډیجیټلي پوستونه نشروو، او ټول دغه پوستونه ذخیره کېږي. آیا کله مو دا فکر کړی چې که چېرې دغه آثار یا مطالب د یوه غرضي شخص لخوا ترلاسه شي، څه پېښېږي؟ که چېرې یو شخص ستاسو رمز یا پسورډ ترلاسه کوي څه پېښېږي؟ که چېرې یو شخص ستاسو شخصي تصویرونه نشر کړي څه پېښېږي؟
دا مهمه ده چې تاسو باخبره واوسئ چې کوم موارد شریکوئ، د چا په اړه معلومات ورکوئ او له دغه معلوماتو څخه د کومو موخو لپاره استفاده کېږي. د مثال په ډول، شخصي تصویرونه، لکه د ماشومانو تصویرونه او داسې نور ښائي د ناوړه استفادو په موخه د ځینو مغرضو اشخاصو لخوا 'غلا' شي. همدارنګه موږ باید پام وکړو چې د نورو په اړه څه نشروو. په دې صورت کې همېشه له نشرولو مخکې له هغه څخه اجازه واخلئ.
- د معلوماتو ساتنه د شخصي حریم او ستاسو په اړه ستاسو د خصوصي معلوماتو په اړه ده. شخصي معلومات عبارت دي له، نوم، پته، د تلیفون شمیرې، د ملي هوئت شمیرې او توکمیز اصل څخه.
- هر سړی خپل طبیعي ارزښتونه لري. له همدې امله افراد د یوه داسې شخصي حریم درلودونکي چې له مخې یې کولای شي د ځان په اړه معلومات تنظیم، په وړیا ډول د هېچا له مداخلې او دولتي یا بل شخص له نفوذ پرته خپل معلومات تنظیم کړي.
منبع: د ناروې د معلوماتو د ساتنې اداره
ګڼ شمېر خلک خپل معلومات په ټولنیزو رسنیو او ځینې نور یې بیا په انټرنېټ کې خپروي. خلک د پېښو په اړه لیکنې، مباحثې او استدلال کوي. نو پدې توګه، د بیان آزادي د معلوماتو د ساتنې د قوانینو او د قانونو د نورو بندونو په واسطه محدوده شوې ده. خلک نه شي کولای په ټولنیزو رسنیو کې داسې موضوعات نشر کړي چې قومي تبعیضونو وپاروي. که څه هم ځینې خلک دغه محدودیتونه تر پښو لاندې کوي. داسې ښکاري چې انټرنېټ کې خلک په آسانۍ سره کولای شي له دغو نښو څخه تېر او د خلکو سره مخامخ خبرې وکړي. ډېری سپکې او غیر قانوني خبرې په ځانګړې ډول هغه چې نشروونکي یې د نه پېژندو اجازه لري، بیانېږي. یو غوره ډیجیټلي قضاوت هغو آنلاین نظریاتو ته ویل کېږي چې کولای شئ شخص ته یې مخامخ هم وکړئ.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- کله چې تاسو خپله په انټرڼېټ کې لټون کوئ، څه زیانونه تجربه کوئ؟
- د ډیجیټلي یا په آنلاین ډول د پرېکړو په اړه بحث وکړئ.
- خپل منځ کې د ډیجیټلي قضاوتونو او د معلوماتو د ساتنې ترمنځ د اړیکو په اړه بحث وکړئ.
- په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو پوسټونو د اهمیت په تړاو د پوهاوي په اړه بحث وکړئ.
- ستاسو په آند د نظریاتو په برخه کې د افرادو نه پېژندنه څه عواقب لري؟
سم ځواب انتخاب کړئ
آیا په ټولنیزو رسنیو کې د نور و خلکو د تصویرونو د خپرولو په صورت کې د هغوی اجازې ته اړتیا شته؟
سم ځواب انتخاب کړئ
هغه کوم موارد دي چې نه شئ کولای په انټرنېټ کې یې خپاره کړئ؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د یوه غوره آنلاین قضاوت ځانګېړنه څه ده؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د معلوماتو ساتنه په ټوله کې څه ته وایي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟