داوطلبانه کار ==(dugnad)==
دا فلم وګورئ
داوطلبانه کار (dugnad)
dugnad هغه داو طلبانه کار ته وایي چې معاش نه لري. dugnad یا حشر هغه کار ته ویل کېږي چې د خلکو لپاره وي. دا کار د کلپونو او خلکو په منځ کې یو معمول ډول کار دی. د استوګنې په یوه کپراتیفي فعالیت لکه، په پسرلي کې استوګن یا ساکنین په dugnad کې برخه اخلي ترڅو د سیمې په شنو ساتلو کې همېشه ونډه ولري. په ګڼ شمېر وړکتونونو کې د والدېنو لپاره دا یوه عامه خبره ده چې په کال کې یو ځل یا څو ځله د dugnad یا حشر لپاره سره راټول شي. هغوی په دغه حشر کې د وړکتونو د لوبو وسائل ومینځي یا له وړکتون څخه د باندې سیمه سمبال کړي.
په ناروې کې ګڼ شمېر ماشومان په تنظیم شویو تفریحي فعالیتونو کې ونډه اخلي، او ډېری فعالیتونه د والدېنو لخوا په dugnad ډول ترسره کېږي. والدېن د مثال په ډول کولای شئ د ټولنې لپاره د پیسو راټولو په موخه د لیلام په ډول پلور یا یو کلتوري فعالیت ترتیب کړي.
dugnad یا حشر په ناروې کې یو لرغونی دود دی. د نړۍ په کچه په ډېری کرنیزو ټولنو کې ورته دود شتون لري.
په 2004 کې، د dugnad یا حشر اصطلاح په ناروې کې د ملي اصطلاح په توګه تصویب شوه.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- د dugnad یا حشر په اړه ستاسو نظر څه شی دی؟ آیا له پخوا د دغې اصطلاح سره آشنا واست؟
- آیا په ناروې کې کله د (dugnad) یا حشر په موخه دعوت درکړل شوی دی؟
- ځینې کلبونه او ټولنې داسې غونډې او ترتیبات کوي چې له مخې یې تاسو کولای شئ په dugnad یا حشر کې د نه ګډون له امله تادیه وکړئ. پدې اړه څه فکر کوئ؟
نن دوشنبه ده. دوه پلرونه په وړکتون کې شتون لري ترڅو خپل ماشومان کور ته بوزي. هغوی په وړکتون کې د تېرې اونۍ د dugnad یا حشر په اړه خبرې کوي.
Henrik: خوښ چې بیا سره وینو! د حیرانتیا خبره وه چې څومره کار مو ترسره کړی و! اوس د ماشومانو د لوبو نوی اتاق ډېر ښه ښکاري!
Arne: هو. دا ډېره ښه خبره ده چې په ګډه کار وکړو لکه څنګه مو چې یاد اتاق جوړ کړ. خو د Truls والدېن کله هم په dugnad یا حشر کې ونډه نه اخلي.
Henrik: زه خپله هم دغې موضوع ته متوجه شوی یم. که څه هم dugnad داوطلبانه دی، خو تراوسه سم نه تر سترګو کېږي.
Arne: هو. متوجه کېږم چې ښائي داسې وختونه شتون ولري چې ستاسو راتګ مناسب نه وي، خو هر ځل...؟
Henrik: اوووم... زه ډاډه یم چې Truls غواړي د ماشومانو د لوبو له اتاق څخه د نورو ماشومانو په اندازه استفاده وکړي.
- د پورتني حالت په اړه خبرې وکړئ. ولې هېنرېک (Henrik) او آرني (Arne) خپل غبرګونونه ښئي؟
- ستاسو په آند، په dugnad یا حشر کې نه ګډون به ښائي څه پایلې ولري؟
سم ځواب انتخاب کړئ
"dugnad" یا حشر څه ته وایي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
په یوه وړکتون کې معمولاً کوم کارونو د حشر په ډول ترسره کېږي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
dugnad یا حشر معمولاً د چا لخوا مدیریت کېږي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
آیا حشر یا داوطلبانه کار مطلقا په ناروې هېواد پورې تړاو لري؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
سم انځور انتخاب کړئ
کوم تصویرونه معمولاً د dugnad یا حشر انځور بیانوي؟ ګڼ شمېر ځوابونه موجود دي.