روغتیا او د ژوند طریقه/سبک
دا فلم وګورئ
روغتیا او د ژوند طریقه/سبک
تاریخي توسعه
نن صبا په ناروې کې د ژوند معیارونه ډېر لوړ دي. د ګڼ شمېر جدي ناروغیو درملنه د هر چا لپاره د لاسرسي وړ ده، او د رفاه یا تسهیلاتو دولت داسې سیستمونه په لاره اچولي چې له مخې یې د هر چا لپاره طبي مرستې او درملنې په واک کې ورکول کېږي. ماشومان د ګڼ شمېر ناروغیو پروړاندې په وړیا ډول واکسین کېږي. په ناروې کې ګڼ شمېر خلک د هغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په خوارځواکۍ پورې اړه لري، لکه نیمګړیې تغدیه او نری رنځ/توبرکلوز. همدارنګه ګڼ شمېر خلک د درملنې د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په ناروې کې د عامې روغتیا حالت په تېرو 100 کلونو کې په تدریجي ډول بهبود موندلی.چې لامل یې تر ډېره د رفاهي یا مرستندویه دولت پرمختګ ګڼل کېږي، چې د غوره او خوندي ژوند لپاره یې ښه او ډېر فرصتونه رامنځ ته کړي دي. د ناروې خلک تر پخوا ډېر ژوند کوي. ګڼ شمېر زاړه خلک هم د پخوانیو هغو په پرتله ډېر روغ دي. چې دا د دې لامل کېږي ترڅو هغوی وکولای شي اوږد، غوره او فعال ژوند ولري.
دا پدې مانا نه ده چې په ناروې کې ناروغي شتون نه لري. د مثال په ډول، ګڼ شمېر د خلک د سکلېټي ناروغیو د نیمګړتیا له امله رنځ وړي. د شکر او چاغښت ناروغۍ هم د ډېرېدو په حال کې دي. قلبي اوسرطاني ناروغۍ په ناروې کې د مړینې ترټولو لوی لامل ګڼل کېږي.
د روغتیا د ستونزو مخنیوی
زموږ روغتیا ډېری وخت زموږ د ژوند په سبک یا طریقې پورې تړاو لري. دغه امر زموږ د فزیکي او رواني روغتیا دواړو لپاره صدق کوي. که چېرې موږ صحي خواړه خورو او په فزیکي ډول فعال یو، نو موږ به د اوږدمهاله روغتیا لپاره یو غوره چانس ولرو. هغه کسان چې سیګرېټ څکوي د نورو په پرتله د سرطاني او قلبي ناروغیو د لوړ ګواښ سره مخ دي.
که څه هم رفاهي دولت د خلکو روغتیا خوندي ساتنې په برخه کې لوی مسؤلیت په غاړه لري، خو په ګڼو مواردو کې دا خپله د شخص مسؤلیت ګڼل کېږي چې په کومه طریقه ژوند کوي او څنګه د خپلې روغتیا ساتنه کوي.
رواني روغتیا هم د فزیکي روغتیا په شان مهمه ده. ډېری خلک د نورو خلکو سره په اړیکه کې پاتې کېدو څخه خوند اخلي. دا کېدی شي په کورنۍ کې د ژوند په سبک، غوره ملګرو یا همکارانو پورې تړاو ولري. د مثبتو افکارو درلودل، دروني سکون، غوره خوب او له دې پرته خوښ اوسېدل هم زموږ د سلامتیا لپاره مهم دي. په ناروې کې یو متل دی چې وایي ؛غوره خندا د دې لامل کېږي چې اوږد عمر ولرئ؛.
پرهېز
- د پرهېز او روغتیا ترمنځ د اړیکې په اړه بحث وکړئ.
- آیا تاسو په ناروې کې هماغه خواړه خورئ کوم چې ناروې ته له راتګ مخکې مو خوړل؟
- آیا د اقلیم او پرهېز ترمنځ کومه اړیکه شتون لري؟
- ستاسو په آند غیر صحي خواړه کوم دي؟
- ستاسو په آند صحي خواړه کوم دي؟
ګڼ شمېر هغه روغتیا پالان چې د مهاجرینو سره بوخت دي، د هغوی د روغتیا په اړه اندیښنه لري. هغوی له دې امله اندېښنه لري چې په ناروې کې مېشت مهاجرین د ناروېژي وګړو په پرتله لاندې ستونزې لري:
- شکر
- چاغښت
- د غاښونو ناوړه روغتیایي حالت
- خوار ځواکي، په ځانګړي ډول د اوسپنې او D ویټامین کمود
- ژور خفګان
یو بل سره مباحثه وکړئ
شکر - سرطان - ساه لنډي - چاغښت
حساسیت - قلبي ناروغۍ
- د ژوند د سبک او یادو ناروغیو ترمنځ په اړیکو بحث وکړئ.
- آیا په هغو هېوادونو کې چې له مخکې یې پېژنئ، دغه ناروغۍ عامې دي؟
- د هغو روغتیایي ستونزو د لاملونو په اړه بحث وکړئ چې ښائي مهاجرین ناروې ته له راتګ مخکې نه وو ورسره مخ.
- موږ د خپلې روغتیا ساتنې لپاره څه کولای شو؟
اوس دوبی دی. د هنسن (Hansen) د کورنۍ درې ماشومان چې په ترتیب سره اووه، نه او یوولس کاله عمرونه لري، خپله د ښوونځي رخصتي په کور کې تېروي. هغوی په کور کې په تنګ او اوږدې ورځې تجربه کوي. د ماشومانو ډېری ملګري دمګړۍ له هغوی څخه لرې دي او په نورو کارونو مصروف دي. ابه او ادې له کار وروسته د استراحت په موخه کور ته راځي. نو دغه کورنۍ خپل ډېری وخت په خپل اپارتمان کې تېروي.
- د یادې کورنۍ په اړه څه فکر کوئ؟
- ستاسو په آند والدېن باید د څه په اړه څه فکر وکړي؟
- آیا دغه حالت د ماشومانو او والدېنو په روغتیا اغېز لري؟
- آیا دا ډول حالت په ماشومانو باندې نورې کومې اغېزې لري؟
مېمېټ (Mehmet) په شپږم ټولګي کې ده. هغه په ټولګي کې ګڼ شمېر غوره ملګري لري. هغوی د تفرېح پرمهال ډېری وخت فوټبال کوي. د دغو ملګرو ډېری هغه یې هم د فوټبال په داخلي ټیمونو کې لوبه کوي. هغوی په اونۍ کې دوه ورځې د ماسپښین مهال روزنه کوي. مېمېټ (Mehmet) غواړي په ټیم کې لوبه وکړي، خو د هغه کورنۍ د دغه کار سره موافقه نه ده. ځکه دا کار پیسو ته اړتیا لري او یاده کورنۍ دومره پیسې نه لري.
- دغه حالت د مېمېنټ (Mehmet) په روغتیا باندې څه اغېزه کوي؟
- د والدېنو د حالت په اړه څه احساس کوئ؟
سم ځواب انتخاب کړئ
نن صبا په ناروې کې د ژوند معیارونه څنګه دي؟
جمله بشپړه کړئ
که چېرې موږ لاندې موارد په پام کې ونیسو، نو د روغ پاتې کېدو چانس مو ډېر دی:
سم ځواب انتخاب کړئ
کوم یو صحیح دی؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح تصویر غوره کړئ
کوم تصویر د یوه روغ ژوند سبک ښئي؟ ګڼ شمېر ځوابونه ممکن دي.