مساوات
دا فلم وګورئ
مساوات
د خلکو ترمینځ مساوات په ناروې ټولنه کې یو له خورا مهمو ارزښتونو څخه دی. مساوات پدې معنی دی چې موږ باور لرو چې ټول خلک د جنس، عمر، کاري وړتیا، کلتوري سابقې، توکم یا جنسیت په پام کې نیولو پرته د ورته ارزښت درلودونکي دي. ټولنه هڅه کوي هرچا ته د دوی انفرادي وړتیاو په پام کې نیولو پرته مساوي فرصتونه رامنځته کړي. د دې ډول مساواتو په مثالونو کې د زده کونکو، معلولیت لرونکو زده کوونکو او د مهاجرینو لپاره د ناروې ژبې ښوونه او د مساوي کار لپاره د مساوي معاش اصول شامل دي.
د 1970 لسیزو په جریان کې، په ټولنه کې د میرمنو حقونه او په تعلیم او کاري چاپېریال کې میرمنو ته فرصتونه په پام کې ونیول شول. په کاري چاپېریال کې د ښخو ونډه له هغې وروسته خورا ښه وده کړې ده، او نن ورځ د نارینه وو په څیر ډیری ښځې په کار ګمارل کیږي. په هرصورت، موږ لاهم د نارینه او میرمنو عادي دندې لرو، او د نارینه وو په پرتله ډیرې میرمنې نیمه وخت کار کوي. د هغو ښځو او نارینه وو شمېر نیژدې ورته دی چې لوړې زده کړې لري، خو د دوی پوهنتونونو کې لاهم انتخابونه د دودیزو انګېرنو له مخې کېږي. ښځې اکثرا د پاملرنې او ښوونې په برخو کې تعلیم غوره کوي، پداسې حال کې چې نارینه بیا د ټکنالوجۍ او ساینس په برخه کې لوړې زده کړې کوي. که څه هم میرمنې د کاري ځواک نیمایي برخه تشکیلوي، خو له دریو څخه دوه اجرایوي کارکوونکي لاهم نارینه دي.
د تیرو لسیزو په جریان کې، موږ د نارینه وو او میرمنو د رول او په ورځني ژوند کې او په تېره بیا په کورنۍ او کور کې د دوی د مقام په اړه په چلند کې بدلون ليدلی. نن صبا، ډیری کورنۍ د کور کار او د پاملرنې دواړه دندې شریکوي، په ځانګړي توګه ځوانې کورنۍ، مګر سروې ښیې چې میرمنې لاهم د نارینه وو په پرتله د کور کار باندې ډیر وخت تیروي. دا په هره کورنۍ پورې اړه لري چې په کور کې د دوی ژوند او دندو تنظیم کولو څرنګوالی غوره کړي. په هرصورت، د مساوات مفهوم په قوانینو او حقوقو کې تعریف شوی. هرڅوک چې په ناروې کې ژوند کوي باید دا مقررات مراعات کړي. د ورته قوانینو په بیلګه کې د مساوات او تبعیض ضد قانون، د واده قانون او د میراث قانون شامل دي.
د 2005 کال د جزا عمومي مدني قانون 185 برخه اکثرا د توکم پالنې په اړه ده. دا برخه د تبعیض یا کرکې بيانونه منع کوي چې هدف یې د خلکو توکم ، د پوټکي رنګ، د عمر دريځ، مذهب، جنسي تمایل یا معلولیت دی. دا برخه د خلکو د بیان ازادي محدودوي. د توکم پالنې د برخې له قانون څخه هدف د لږکیو ساتنه ده.
منبع: SSB
یو بل سره مباحثه وکړئ
- د مساواتو قانون یوازې د جنډر په برخه کې نه پلي کیږي. دا قانون د مختلف نسلونو، مختلف مالي وړتیاو، مختلف ملیتونو او توکمیز تعلقاتو، معلولیت، مذهبي انګېرن، جنسي تمایل او داسې نورو مواردو په برخه کې هم د مساواتو په اصل باندې ټینګار کوي او د تطبیق وړ دی. په ګډه د دې په اړه خبرې وکړئ چې دا د فرد او ټولنې لپاره څه معنی لري.
- دا چې د کډوالۍ د سابقې لرونکو والدینو ماشومان دا پرېکړه کوي چې تر هغو ماشومانو ډېرې لوړې زده کړې وکړي چې والدین یې د ناروې دي، لامل یې څه کېدی شي؟
- پدې اړه په ګډه بحث وکړئ چې ولې نارینه او ښځینه نن په ناروې کې له کوره بهر کار کوي. تاسو څه فکر کوئ د دې ګټې او زیانونه څه دي؟
- کورنۍ باید څنګه یوځای کار وکړي کله چې مور او پلار دواړه له کوره بهر کار کوي؟
- د نارینه وو په پرتله ډیرې ښځې نیم وخت کار کوي. ولې فکر کوئ چې دا یوه موضوع ده؟ د لنډ مهال او اوږد مهال لپاره د دغه کار پایلې څه کېدی شي؟
جمله بشپړه کړئ
په ناروې ټولنه کې یو له خورا مهمو ارزښتونو څخه په لاندې ډول دی ...
سم ځواب انتخاب کړئ
د ښځو حقونو ته په کوم کال کې په لوړه کچه توجه پیل شوه؟
جمله بشپړه کړئ
که څه هم ښځې اوس د کاري ځواک نیمایي برخه جوړوي، خو نږدې ...
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟