یو نوي هېواد ته تلل
یو نوي هېواد ته تلل
سېبني (Sebene): زه خورا خوښ یم چې بلاخره موږ ناروې ته راورسېدو. دا خورا ښه ځای دی، او زه فکر کوم چې اوس زما او زما د ماشومانو راتلونکې خوندي ده.
امانیل (Amaniel): دا ښه ځای دی، زه په یوه عجیب هېواد کې له اوسېدو نه تنګ شوی یم. هرڅه خورا سخت دي. هېڅ کارونه مې سور نه نیسي. زه کار نه لرم، زه دلته په ژبه هم نه پوهېږم او زه په هر مورد کې مرستې ته اړتیا لرم. دلته خلک خورا عجیبه مفکوره لري. هغوی زما په بشپړ ډول زما د فکر خلاف مفکوره لري.
سېبني (Sebene): زه فکر کوم هرڅه سمه وو.
امانیل (Amaniel): یو څو اونۍ مخکې هرڅه ډېر سم وو. زه پوه نه شوم چې څنګه په رښتیا هم ژوندونه متفاوت وو. موږ ډېر شیان له لاسه ورکړي: لکه کورنۍ، ملګري، دودونه، او زموږ ژبه.
هغه خلک د پېښو سره مخ کېږي چې یو بل نوي هېواد ته ځي. هغو ډېری وخت له هغو مواردو تېرېږي چې موږ یې د ذهني مهاجرت د دریګونو مراحلو په نامه پېژنو. د دغو مرحلو وخت د هر سړي یو له بل څخه متفاوت دی.
1ۍ مرحله
د خوښئ او خوشبینۍ احساس کول په ټوله کې یوه مشهوره موضوع ده. دغه موضوع ډېری وخت د وزګارتیا پرمهال وي. ګڼ شمېر مورد شته چې چڼ شي، او دا ستاسو لپاره د خوښۍ خبره ده چې هر سړی ستاسو لپاره نو دی. خلک دې ته ترجېح ورکوي چې ډېری وخت د نویو فرصتونو په اړه فکر وکړي، او تېرو واقعیاتو او له لاسه وتلیو مواردو په اړه لږ فکر کوي.
2مه مرحله
څو ورځې، اونۍ یا میاشتې وروسته به ډېری خلک دا درک کړي چې په یو نوي هېواد کې ژوند سخت احساس لري. هغوی په ناڅاپي ډول د خپل ځای د بدلون له امله د اغېزو احساس کوي. هر هغه څه چې هغوی په نوي هېواد کې ورسره بلدیا نه لري په هغوی کې د نه خوندیتوب احساس رامنځ ته کوي. خلک له هغو شیانو څخه ستړي کېږي او زړه توري کېږي چې ورسره پخوا عادت وو، او په واقعي ډول د هغه ژوند د له لاسه ورکولو احساس کوي چې ورسره عادت وو.
3مه مرحله
تر یوې مودې وروسته، د ډېری خلکو لپاره ژوند بېرته اسانه کېږي. هغوی په دواړو مواردو لکه د ژبې اړونده موضوعاتو او د نوي هېواد د سیستم په اړه نور شیان زده کوي. راتلونکې ورته روښانه برېښي. هغوی خپله حرکت منلی دی. په ټوله کې، هغوی د ژوند د مثبتو اړخونو او په نوي هېواد کې د ارزښتونو په برخه کې بلدیا پیدا کوي او په اړه یې هغوی سره مثبت فکر پیدا کېږي. کله چې دغه مثبت فکر د ارزښتونو او له خپل هېواد څخه د راوړیو افکارو سره یو ځای کېږي، نو هغوی په نوې ټولنه کې خپل موقف درک کوي.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- امانیل (Amaniel) او سېبني (Sebene) څنګه دي؟ آیا تاسو سره د خپل ځان په اړه په هغو خبرو کې چې هغوی یې کوي احساس پیدا کېږي؟
- امانیل (Amaniel) وایي چې هغه ډېر شیان له لاسه ورکړي. دغه مورد د هغه د روغتیا لپاره څه پایلې لري؟
- آیا هغه شخص چې په جبر سره نوي هېواد ته استول شوی دی د هغه شخص په پرتله چې په خپله خوښه نوي هېواد ته تللی دی د ژوندانه د نوي پړاو په اړه متفاوت احساس ولري؟
- که چېرې د کورنۍ مختلف غړي د ژوند په مختلفو مراحلو کې قرار ولري، نو د دغې کورنۍ ژوند په څه ډول وي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
رواني مهاجرت څو پړاوونه لري؟
سم ځواب انتخاب کړئ
کوم پړاو د لاندې حقیقت له مخې مشخصېږي:
- "په نوي هېواد کې ژوند سخت دی
- هغه څوک چې د هېواد پرېښودو بدې پایلې درک کوي
- هغه څوک چې د پخوا په شان یې له ژوند څخه زړه تور وي"
سم ځواب انتخاب کړئ
متفاوتې مرحلې څومره وخت نیسي؟
جمله بشپړه کړئ
کله چې تاسو پدې بریالي کېږئ چې هغه څه چې په نوي هېواد کې د ژوند او مثبتو ارزښتونو په اړه زده کوئ، ځان سره یې وساتئ او د هغو ارزښتونو او افکارو سره یې ګډ کړئ چې له پخواني هېواده مو ځان سره راوړي دي.
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟