لومړنی او د ټیټې کچې متوسطه ښوونځی

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Sammenlikn gjerne de ulike punktene med forholdene i deltakernes hjemland.

Snakk sammen

En ulikhet mellom norsk skole og den skolen mange deltakere kjenner til fra hjemlandet sitt, kan være det at elevene er forventet å argumentere for egne synspunkter i norsk skole. Læreren sitter ikke alltis på fasiten. En annen ting kan være at elevene flyttes opp til neste klassetrinn etter et skoleår uavhengig av innsats. Elevene får heller ikke karakterer i barneskolen.

Bruk gjerne tid på formålsparagrafen. Hva innebærer det at undervisningen bygger på kristne og humanistiske prinsipper? Hvilke prinsipper er dette? Er disse prinsippene problematiske for elever og foreldre med andre religioner og/eller kulturer? Snakk også gjerne sammen om betydningen av begrepene åndsfrihet, nestekjærlighet, tilgivelse, likeverd og solidaritet. Er dette universelle verdier?

Tips til undervisninga

Samanlikn gjerne dei ulike punkta med tilhøva i deltakarane sine heimland.

Snakk saman

Ein ting ved den norske skulen som gjerne er ulikt den skulen mange deltakarar kjenner frå heimlandet sitt, er at det er venta at elevane i den norske skulen skal argumentere for sine eigne synspunkt. Læraren sit ikkje alltid på fasiten. Ein annan ting kan vere at elevane blir flytte opp til neste klassetrinn etter eit skuleår uansett korleis dei har gjort det. Elevane får heller ikkje karakterar i barneskulen.

Bruk gjerne tid på føremålsparagrafen. Kva inneber det at undervisninga byggjer på kristne og humanistiske prinsipp? Kva er desse prinsippa? Er desse prinsippa problematiske for elevar og foreldre med tilknyting til andre religionar og/eller kulturar? Snakk òg gjerne saman om kva omgrepa åndsfridom, nestekjærleik, tilgjeving, likeverd og solidaritet tyder. Er dette universelle verdiar?

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Muntlige ferdigheter
Digitale ferdigheter

Tverrfaglige tema

Folkehelse og livsmestring

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

samtale om sentrale verdier som det norske skole- og utdanningssystemet bygger på, og hva som forventes av foreldre i samarbeidet mellom skole og hjem
gi eksempler på barn, unge og voksnes rettigheter, plikter og muligheter i det norske utdanningssystemet, og hvordan utdanning kan finansieres

Kjerneelement

Demokratiforståelse og deltakelse
Individ og fellesskap

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

لومړنی او د ټیټې کچې متوسطه ښوونځی

Klasserom sett ovenfra med elever ved hver sin pult. Foto.
AdobeStock

په ناروې کې د لومړنیو او ټیټو کچو متوسطه ښوونځیو په هکله معلومات:

  • په ناروې کې ټول ماشومان تر 13 کلنۍ پورې د زده کړې حق لري. په لومړنیو او ټيټې کچې متوسطه ښوونځيو کې.
  • "grunnskole" (لومړنی او د ټیټې کچې متوسطه ښوونځی) اجباري او وړیا دی.
  • ماشومان د خپلې 6 کلنۍ د پوره کېدلو په اګسټ میاشت کې ښوونځي پیلوي.
  • "grunnskole" په دوو برخو وېشل شوی دی، لومړنی ښوونځی (له 1 تر 7 ټولګي) او د ټیټې کچې متوسطه ښوونځی (له 8 تر 10 ټولګي).
  • په لومړني ښوونځي کې د زده کوونکو تقریري او تحریري ارزونې کېږي خو نومرې نه لري.
  • په ټيټې کچې متوسطه ښوونځي کې زده کوونکو ته نومرې ورکول کېږي. د نومرې ورکولو سیستم یې له 1 تر 6 دی، چې 6 تر ټولو لوړه نومره ده.
  • همدارنګه په ټیټې کچې متوسطه ښوونځيو کې زده کوونکو ته په ترتیب درجې ورکول کېږي. دا درجې داسې دي: ښه، د رضایت وړ، او ضعیف.
  • د لومړنیو او ټیټې کچې متوسطه ښوونځیو ټول زده کوونکي د اوړي له رخصتیو څخه وروسته په اتومات ډول راتلونکي کال ته ارتقا کوي. هېڅ ماشوم یو تعلیمي کال دوه ځلې نه وایي.
  • زده کوونکي د ښوونځي یونیفورم نه اغوندي.
  • په ناروې کې فریکي وهل منعه دي، هم په ښوونځیو کې او هم په وړکتونونو کې.
  • ځینې ښوونه پخپله د ښوونځي څخه بهر ترسره کیږي. پدې کې واکونه، د ښوونځي کمپ، د لامبو سبقونه او موزیمونو څخه لیدنه شامله ده.
  • په ناروې کې ډیری ماشومان دولتي ښوونځیو ته ځي، خو تر 5 سلنې کم ماشومان خصوصي ښوونځیو ته ځي. والدین د دې لپاره د کارونکي لګښت تادیه کوي (د قیمت یوه ثابته سلنه).
  • هغه مضامین چې په ابتدايي او ټیټ ثانوي زده کړو کې ښوول کیږي ریاضی، نارویژی، انګلیسي، بهرنۍ ژبې، ساينس، ټولنیزې مطالعې، فزیکي زده کړې، KRLE (د مسيحيت، مذهب، د ژوند او اخلاقو فلسفه)، هنرونه او صنعتونه، موسیقي، خواړه او روغتیا، او انتخابي مضامین.
AdobeStock

په ټوله ناروې کې لومړني او د ټیټې کچې متوسطه ښوونځي په مشابه ډول تنظیمېږي، ټولو زده کوونکو ته عین نصاب تدریس کېږي. ملي تحصیلي نصاب د پارلمان د سیاستوالو له خوا تعینېږي. دا په دې مانا ده چې زده کوونکي پرته د هغوی د مربوطه ښاروالۍ په نظر کې نیولو سره لږ یا ډېر، خو په مساوي توګه زده کړې ترلاسه کوي.

په وړکتونونو کې، د ناروې د ښوونځيو د موخې بیانیه څرګندوي چې دوی به عیسویت او انساني کلتور او میراث ټول اساسي ارزښتونه وساتي لکه: د انسان عزت او طبیعت. همدارنګه دوی به فکري آزادي، صدقات، بخښنې، مساوات او پیوستون هم منځ ته راوړي.

په ناروې کې د ښوونځيو زده کوونکي اکثر ګروپي کارونه تر سره کوي او ډېری وقت پروژه یي کارونه کوي. نو ځکه ماشومان زده کوي چې څنګه له نورو سره ګډ کار ترسره کړي او د نورو په فکر کې اوسي.

په ناروې کې ټول د لومړنیو او ټیټې کچې متوسطه ښوونځیو زده کوونکي د زده کړې برابر حقوق لري. کوم زده کوونکي چې اضافي ملاتړ ته اړتیا لري، ترلاسه به یې کړي. له زده کوونکو سره باید د هغوی د هستوګنې د ځای، فامیلي بګرونډ او یا جنسیت په اساس متفاوت چلند و نشي. په ناروې کې کم شمېر ځانګړي ښوونځي موجود دي. د اکثریتو ماشومانو اړتیاوې خپلو کورونو ته په نژدې ښوونځیو کې پوره کېږي.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • د ناروې د زده کړې سیستم له هغه سیستم سره څومره مشابه/متفاوت دی کوم چې تاسې یې پېژنئ؟
  • ستاسې په نظر د ښوونځیو د موخو په بیانیه کې کوم ارزښتونه بیان شوي دي؟
  • د ښوونځي د نومرو په اړه خبرې وکړئ.
  • د ښوونځي د یونیفوم په هکله ووایاست.
Seks barn sitter i klasserom bak skrivebord. Alle rekker ei hånd opp i lufta. Foto.
Tre gutter sitter bak hvert sitt skrivebord i et klasserom. De har på seg skoleuniform. En av dem smiler mot kamera. Foto.
AdobeStock

سم ځواب انتخاب کړئ

ماشومان څه وخت ښوونځي پیل کوي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

په ناروې کې څو سلنه ماشومان شخصي ښوونځيو ته ځي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

په ټیټې کچې متوسطه ښوونځيو کې زده کوونکو ته ترتیبې درجې ورکول کېږي. دا درجې کومې کومې دي؟

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

لومړني او د ټيټې کچې متوسطه ښوونځي اجباري او وړیا دي.
لومړني او د ټیټې کچې متوسطه ښوونځیو زده کړې 13 کاله دوام کوي.
لومړني ښوونځي له 1 تر 6 پورې صنفونه لري.
د ټیټې کچې متوسطه ښوونځيو زده کوونکو ته نومرې ورکول کېږي. دا نومرې له 1 تر 6 پورې دي، چې 6 تر ټولو لوړه نومره ده.
په ناروې کې هم په کور او هم په ښوونځي کې فزیکي سزا منع ده.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

زده کوونکي پرته د هغوی د مربوطه ښاروالۍ په نظر کې نیولو سره تقریباً په مساوي توګه زده کړې ترلاسه کوي.
د ناروې په ښوونځيو کې، زده کوونکې ډېر کم په ګروپونو کې کار کوي او پروژه یي کارونه نه لري.
په ناروې کې د ټولو لومړنیو او ټيټې کچې متوسطه ښوونځيو زده کوونکي د زده کړې برابر حقوق لري.
په ناروې کې د پارلمان سیاستوالان تعلیمي نصاب جوړوي.
د لومړنیو او ټيټې کچې متوسطه ښوونځیو له زده کوونکو سره باید د هغوی د هستوګنې د ځای، فامیلي بګرونډ او یا جنسیت په اساس متفاوت چلند و نشي.