رواني روغتیا
رواني روغتیا
جان (John): زما ګېډه لا هم درد کوي. او زه غوره خوب نه لرم.
ډاکټر: موږ هر ډول آزموینې ترسره کړې دي، او ستاسو د ګېډې په اړه مو هېڅ کومه ستونزه پیدا نه کړه.
جان (John): پوه نه شوم.
ډاکټر: نه، خو تاسو نور څه احساس لرئ؟ آیا تاسو لاهم اندېښمن او یوازې یاست؟
- ولې ډاکټر د خفګان او تنهایۍ په صورت کې له جان څخه پوښتنه کوي؟
- ولې جان یو څه ناخوښ ښکاري؟
- د رواني او فزیکي روغتیا ترمنځ د اړیکې په اړه بحث وکړئ.
- په ناروې او ستاسو په خپل هېواد کې خلک د رواني روغتیا په برخه کې د ستونزو په اړه څه فکر کوي؟
- څوک کولای شي د جان سره مرسته وکړي؟
یو څو اونۍ وروسته:
ډاکټر: سلام جان! خوښ یم چې بیا سره وینو. څنګه کولای شم تاسو سره مرسته وکړم؟
جان (John): زه د هغه څه په اړه د غور په حال کې یم چې په وروستي ځل مو یې په اړه چې زه دلته وم خبرې وکړې. زه یو څه مرستې ته اړتیا لرم. ژوند سخت او ستونزمن شوی دی. ما هېڅکله د خوښۍ احساس نه دی کړی، او همېشه ستړی یم. زه ځينې وخت له کوم لامل پرته غصه کېږم. همدارنګه زه سم خوب نه لرم او د هغو شیانو په اړه فکر کوم چې په خپل هېواد کې مې تجربه کړي دي.
ډاکټر: زه فکر کوم چې تاسو باید یوه متخصص ته مراجعه وکړئ.
جان: رواني ډاکټر ته؟ زما سر هېڅ ستونزه نه لري.
ډاکټر: نه، خو ځینې وخت یوه متخصص ته د خپلو ستونزو بیانول مرسته کوي.
په یاد ولرئ چې اروا پوه مسؤلیت لري چې د محرمیت موارد په پام کې ونیسي او نه شي کولای ستاسو اړونده مواردو په اړه هېچا ته معلومات ورکړي. تاسو کولای شئ هغه سره یو ځلې ووینئ او وګورئ چې آیا هغه کولای شي تاسو سره مرسته وکړي.
جان: سمه ده، دا نه شي کولای وضعیت خراب کړي. نو زه به یې یو ځل امتحان کړم.
- تاسو د ډاکټر د وړانديز په اړه څه فکر کوئ؟
- تاسو د جان د غبرګون په اړه څه فکر کوئ؟
ګڼ شمېر کسان په خپل ژوند کې د رواني ستونزې څخه رنځ وړي. په رواني ستونزو باندې د خلکو د اخته کېدو لپاره ګڼ شمېر لاملونه موجود دي. ځینې وخت دغه لاملونه په ژوند کې د ستونزو له امله لکه د کورنیو ستونزو ناوړه سختو کاري شرائطو له امله رامنځ ته کېږي. ځینې خلک له کړکېچونو، مړینې یا ناوړه پېښو وروسته رواني ستونزې پیدا کوي. په ځینو خلکو کې ښائي رواني ستونزې د ارثي ملحوظاتو له وجې وي، او خفګان کولای شي د یوه محرک په حیث عمل وکړي.
موږ کولای شو ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې د یو چار سره مشوره وکړو. ځینې وخت د کورنۍ یا ملګرو سره مشوره کول کفایت کوي. پداسې حال کې چې په نورو وختونو کې بیا موږ ښائي مسلکي مرستې ته اړتیا ولرو. یو رواني ډاکټر یا بل متخصص کولای شي ډېری وخت زموږ ستونزو لپاره حل پیدا کړي. عمومي ډاکټر ان کولای شي د اړتیا په صورت کې خلک د رواني روغتیا متخصص ته راجع کړي.
د رواني روغتیا په اړه د خلکو په لیدلوریو کې څه بدلون رامنځ ته شوی؟ نن صبا د ناروې ډېری وګړي آزاده مفکوره او نېک اخلاق لري. ډېری خلک پدې باور دي چې د رواني ناروغیو باید درملنه وشي او همدارنګه د هغو ناروغانو سره طبي مرستې وشي چې فزیکي ناروغي لري. همدارنګه موږ پدې باور یو چې د رواني ناروغیو درملنه شونې ده.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- په بېلابېلو تولنو کې په بېلابېلو وختونو کې د رواني روغتیا په وړاندې د خلکو په لیدلوریو بحث وکړئ.
- موږ خپله څه کولای شو ترڅو غوره رواني روغتیا ولرو؟
سم ځواب انتخاب کړئ
په ناروې کې ډېری خلک د رواني ناروغیو په اړه څه فکر کوي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
کوم کسان په رواني ستونزو اخته کېږي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
که چېرې تاسو د بل چا سره د خبرو کولو اړتیا پیدا کوئ، نو ستاسو عامه ډاکټر تاسو سره څه مرسته کولای شي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د رواني روغتیا ناوړه حالت په تاسو باندې څه اغېز کوي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟