انتقادي فکر کول او اخلاقي پوهاوی

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Snakk sammen

Det er viktig å snakke sammen om hvordan man kan vurdere hvor troverdig informasjon er. Vi blir alle bombardert med informasjon fra ulike kilder. Noen ganger får vi motstridende informasjon. Hvem skal man da stole på? Har avsender av informasjon en egen agenda? Skal man for eksempel stole på informasjon fra myndighetene eller fra venner om informasjonen er motstridende?

Hvordan blir det hvis barna lærer ikke å si i mot foreldrene hjemme og samtidig lærer i barnehagen eller på skolen å stille spørsmål og argumentere?

Tips til undervisninga

Snakk saman

Det er viktig å snakke saman om korleis ein kan vurdere kor truverdig informasjon er. Vi blir alle bombarderte med informasjon frå ulike kjelder. Nokre gonger får vi motstridande informasjon. Kven skal ein då lite på? Har avsendaren av informasjonen ein eigen agenda? Skal ein til dømes lite på informasjon frå styresmaktene eller frå vener dersom dei gjev motstridande informasjon?

Korleis blir det dersom barna heime lærer å ikkje seie imot foreldra og samstundes lærer i barnehagen eller på skulen å stille spørsmål og argumentere?

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Demokrati og medborgerskap

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

bruke kunnskap om personvern og opphavsrett, samt retten en selv og andre har til privatliv
samtale om betydningen av kritisk tenkning og etisk bevissthet, blant annet knyttet til digital dømmekraft

Kjerneelement

Perspektivmangfold og kritisk tenkning

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

انتقادي فکر کول او اخلاقي پوهاوی

Seks personer står ved siden av hverandre. De holder opp tankebobler og snakkebobler laget med papir i forskjellige farger. Bildet illustrerer at de har forskjellige meninger. Foto
GettyImages

نن صبا په ناروې کې ټینګار پدې کېږي چې هر سړی خپله مفکوره لري. ماشومان په ښوونځي کې زده کړه کوي ترڅو ځیرک و اوسي او له خپلو ترلاسه شویو زده کړو څخه په استفادې سره داسې پرېکړې کوي چې د هغوی لپاره مناسبې وي. هغوی زده کړه کوي ترڅو استدلال وکړي، بحث وکړي او تخلیقي و اوسي. نور یوازې په هغه څه اکتفا نه کوي چې ښوونکی یې وایي او په کتاب کې لیکل شوي دي. د زده کړې او نوي لیدلوري د پراختیا په موخه، باید هغوی پوښتنې مطرح کړي او تثبت شوي حقیقتونه وننګوي. پداسې حال کې چې تاسو سره هم باید دا فکر وي چې ستاسو پوهه او تجربه کافي نه ده او اکتفا باید ورباندې و نه کړئ.

Et nærbilde av et forstørrelsesglass foran en PC-skjerm. Bildet illustrerer at man bør granske kildene sine. Foto
GettyImages

موږ د معلوماتو په ټولنه کې ژوند کوو. هېڅوک نه شي کولای ټول موجوده معلومات په ذهن کې وساتي. یعنې دا مهمه ده چې پوه شو له کومه ځایه او څنګه د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کړو. د نورو مواردو ترڅنګه، موږ باید له انټرنېټ او کتابونو څخه په استفادې سره د معلوماتو ترلاسه کول زده کړو. هرسړی کولای شي په آنلاین ډول معلومات پوست کړي، او همدارنګه هلته ټول ترلاسه کېدونکي معلومات دقیق نه دي. له همدې امله موږ باید د منابعو په اړه انتقاد یا نیوکه ولرو.

په منابعو باندې نیوکه د هغو معلوماتو په اړه فکر کول دي چې موږ یې لولو. لوستونکی باید له خپل ځان څخه انتقادي پوښتنې مطرح کړي، لکه:

  • متن چا لیکلی؟
  • آیا هغه شخص چې متن یې لیکلی ځانګړې آجندا لري که نه؟
  • له دغه متن څخه د لیکونکي موخه یا هیله څه ده؟
  • آیا په متن کې موجود معلومات دقیق دي؟
  • آیا دغه معلومات ټول مهم واقعیتونه بیانوي، او یاهم آیا په دغو معلومات کې د پام وړ حقائق نه دي بیان شوي؟

که چېرې موږ په خپلو تولیداتو کې د نورو خلکو متنونه، عکسونه، میوزیک او داسې نور کاروو، نو باید تل ووایو چې څوک د آثارو د کاپي حق لري.

اخلاقي پوهاوی د مختلفو نظریاتو د پرتله کولو په اړه دی، داسې چې کولای شئ خپل انتخابونه په پام کې ونیسئ او غوره پرېکړې وکړئ. پدې سره به تاسو لپاره دا آسانه شي چې درک کړئ چې د ټولنې، شاوخوا خلکو او خپل ځان لپاره مناسبه پرېکړه کومه ده.

  • "اخلاقي پوهاوی، چې د مختلفو نظریاتو د مقایسه کولو په مانا دی د نظریاتو د انعکاس او بشري مسؤلیت لپاره اړین دی. د زده کوونکو ښوونه او روزنه باید هغوی ته دا وړتیا ورکړي چې د چلند یا اخلاقو په اړه ارزونه وکړي او هغوی سره د اخلاقي موضوعاتو په تشخیص کې مرسته وکړي.
  • انتقادي فکر کول او د اخلاقو په اړه پوهاوی لازمي دی او د ګڼ شمېر مواردو په اړه د زده کړې یوه برخه ګڼل کېږي چې په همدې اساس زده کوونکی کولای شي په سمه توګه قضاوت وکړي."

منبع: د ښوونې او روزنې ریاست

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • انتقادي منبع څه ته وایي؟
  • د زده کوونکو او نورو کسانو لخوا په آنلاین ډول د لوست په اړه د هغوی پوښتنې تر کومه حده مهمې دي؟
  • په ناروې کې ښوونځي زده کوونکي چمتو کوي چې استدلال وکړي او خپل نظر وړاندې کړي. تاسو یې په اړه څه فکر لرئ؟ ولې دا ډول دي؟ آیا دا د ماشومانو په روزنه او والدېنو سره د هغوی په اړیکه باندې اغېز لري؟

یوه څلور کسیزه کورنۍ یو ه نوي موټر ته اړتیا لري. له دغه موټر څخه به د لنډ او اوږده سفر لپاره استفاده کېږي. مارتین (Martin) او ماریا (Maria) پدې اړه فکر کوي چې څه شی باید انتخاب کړي.
1. یو لوی شپږ سېټه موټر چې د اوږده او لنډ سفر لپاره د استفادوې وړ وي. موټر د والدېنو لپاره اتاق لري، او دا چې موټر باید ډیزلي وي.
2. یو برقي شپږ سېټه موټر چې کورنۍ سره د لنډ سفر وړتیا ولري، خو د کورنۍ سره د اوږده سفر لپاره د بدلېدو وړتیا ولري، او د بابا ګانو او نیاګانو لپاره ځانګړی اتاق و نه لري.

مارتین (Martin) او ماریا (Maria) د چاپېریال په اړه اندېښنه لري، او هغو د بابا ګانو او نیاګانو ترټولو نژدې دوستان دي. څه فکر کوئ چې مارتین (Martin) او ماریا (Maria) به د کوم ډول اخلاقي موضوعاتو په اړه بحث وکړي؟

Mann og kvinne sitter med en pc og diskuterer. Foto
GettyImages

سم ځواب انتخاب کړئ

انتقادي مبنع څه ته وایي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د ناروې د خلکو لپاره به کوم موارد مناسب وي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

کله چې تاسو ګڼ شمېر موضوعات په انټرنېټ کې مطالعه کوئ، په اړه یې څه فکر کوئ؟ ګڼ شمېر ځوابونه موجود دي.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

له انټرنېټ څخه ترلاسه شوي معلومات دقیق دي.
په ناروې کې هدف دا دی چې د دې موردو په اړه موافقه وشي.
د اخلاقو یا چلند په اړه پوهاوی د مختلفو نظریاتو د پرتله کولو په اړه دی ترڅو وکولای شئ پرېکړې وکړئ او د انتخابونه په اړه فکر وکړئ.
په منبع باندې انتقاد دې ته وایي چې هغه څه چې موږ یې لولو، نیوکه ورباندې وکړو.
انتقادي فکر کول او د اخلاقو په اړه چلند د دې لامل کېږي چې غوره پرېکړې وکړو.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

کله چې یو شخص په آنلاین ډول معلومات مطالعه کوي، نو باید له ځان څخه مهمې انتقادي پوښتنې وکړي.
په ښوونځي کې ماشومان د دې لپاره زده کړه کوي چې د خپلو نظریاتو لپاره استدلال یا منطق وړاندې کړي.
په ګڼ شمېر مواردو کې، انتقادي تفکر او اخلاقي پوهاوی دواړه شرطونه دي او د زده کړې برخې ګڼل کېږي.
په انټرنېټ کې یوازې با صلاحیته اشخاص کولای شي معلومات نشر کړي.
د زړه کړې او نوي لیدلوري د پراختیا لپاره، باید پوښتنې مطرح او د تثبیت شویو مفاهیمو په اړه بحث وشي.