معاش او مالیې
معاش او مالیې
معاش
کله چې موږ په ناروې کې د معاش په اړه خبرې کوو، نو پدې مانا ده چې موږ کلني معاش یا په یوه ساعت کې د اجرې په اړه خبرې کوو. په ناروې کې، اوسط معاش، د مالیاتو پشمول، تقریباً شپږ سوه او اویا زره کرونر دی (2023). په اوسط ډول ښځې د نارینه وو په پرتله کم مزد ترلاسه کوي. دا کار د هغه واقعیت بیانوونکی دی چې ښځې په ناروې کې ډېری نیمایي ورځ کار کوي او ډېری وخت هغه کارونه خوښوي چې د ټیټې کچې معاش لري.
معاش په مذاکراتو یا چنو وهلو پورې ربط لري چنې مستقیماً د کار ګومارونکي یا د کار ګومارونکي د استازي او کار کوونکو د استازي ترمنځ وهل کېږي. کله چې کارکوونکي د یوې اتحادیې غړي وي، د کارګرانو اتحادیه ډېری وخت د خپلو غړیو لخوا چنې وهي.
معاشات معمولاً په میاشت کې یوځل په ټاکلې نېټه بانکونو ته تادیه کېږي. همدارنګه کارکوونکي هم د بانک لخوا د معاشاتو د تادیې رسید ترلاسه کوي جې په هغې کې د تادیاتو او مالیو په اړه معلومات چمتو وي.
منبع: SSB
مالیه
د ناروې حکومت په بشپړ ډول په هغو خلکو باندې متکي دی چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مالیې ورکوي. د نورو شیاو ترڅنګ، مالیې زموږ د رفاهي سیستم مالي برخه تآمینوي. په ناروې کې ټول کار کوونکي خپله مالیه د خپلې سیمې ښاروالۍ او د ناروې حکومت ته تادیه کوي. همدارنګه کار ګومارونکي هم خپل مالیه ښاروالۍ او دولت ته تادیه کوي.
هر هغه سړی چې په کال کې لږ تر لږه ټاکلی مبلغ عائدات ولري باید مالیه ورکړي. هر سړی یو ډول مالیه نه تادیه کوي. هغه کسان چې لوړ معاشات ترلاسه کوي ډېره مالیه ورکوي. هغه کسان چې ټیټ معاش اخلي لږ مالیه ورکوي. مطلب دا چې هغه باید ډېری شیان د خلکو په اختیار کې ورکړل شي.
کله چې تاسو یوه دنده ترلاسه کوئ، ستاسو کار ګومارونکی باید پوه شي چې څه مقدار مالیه کسر شي. د مالیو اداره محاسبه کوي چې تاسو باید څومره مالیه حکومت ته ورکړئ. تاسو باید ډاډ ترلاسه کړئ چې د مالیو اداره ستاسو په اړه دقیق معلومات لري. تاسو کولای شئ د ځان په اړه ثبت شوي معلومات وګورئ او په هغې کې د مالیو د ادارې د وېبپاڼې له لارې تغیر راولئ. ستاسو کار ګومارونکی تاسو ته ستاسو د مالیو کارت ډانلوډوي.
دا د کار ګومارونکي دنده ده چې له تادیې مخکې د خپل کارکوونکي ناخالص عائد کسر کړي. کار ګومارونکی کسر شوي مالیات اړونده ادارې ته استوي.
مالي اظهارنامه
هغه مالیه چې تاسو یې ورکوئ په هغو معلوماتو پورې محدوده ده چې تاسو د خپل ځان په اړه د مالیو ادارې ته سپارلي. په مارچ/اپرېل کې هر سړی د خپلو عائداتو او نورو مواردو په اړه د تېر کال یوه ارزونه ترلاسه کوي. دغه ارزونه یا بیاکتنه په ډېجیټلي ډول ترسره کېږي او تاسو اړ یاست چې د خپلو حسابونو د لیدنې په موخه په www.skattetaten.no کې لاګ اېن شئ. که چېرې تاسو خورا ډېر مالیې ورکړي وي، تاسو ته به بېرته تادیه کېږي. که چېرې تاسو خورا لږ مالیې ورکړي وي، نو تاسو به یو انوایس ترلاسه کړئ چې باید تادیه شي.
انټرنېټ
د دندې تړون
هر هغه سړی چې دنده ترلاسه کوي، باید د دندې تړون ولیکي. کار کوونکی او کار ګومارونکی باید دواړه دغه تړون لاسلیک کړي. د کاري چاپېریال قانون بیانوي چې په دغه تړون کې باید کوم موارد ذکر شي. په دغه تړون کې باید د نورو مواردو ترڅنګ د کاري رتبې، معاش او کاري ساعتونو د ترتیب په اړه معلومات ذکر شي.
پټ کار/تور کار
تور کار هغه کار ته ویل کېږي چې کاري تړون موجود نه وي او مالیې یې نه ورکول کېږي. په دغه صورت کې کار ګومارونکی د خپل کارکوونکي د ملي بیمې مصارف او داسې نور نه تادیه کوي. تور کار یو غیر قانوني عمل دی او د یوه اقتصادي جرم په سترګه ورته کتل کېږي. د تور کار په صورت کې کارګومارونکي او کار کوونکي دواړو ته سز ورکول کېږي.
همدارنګه تور کار یو غیر اخلاقي عمل دی. هغه کار کوونکي چې مالیې نه ورکوي، پدې مانا دي چې د ټولنې سره همکاري نه کوي. د ناروې حکومت هر کال د پټ یا تور کار له امله د مالیو ، د کار ګومارونکي د ملي بیمې، او د کار کوونکي د ملي بیمې د نه ورکړې په صورت کې په ملیونونه کرونه زیان کوي. دا هغه پیسې دي چې باید د رفاهي سیستم په تادیه کې ترې ګټه پورته شي.
پټ کار یا تور کار سربېره پردې چې یو غیر قانوني او غیر اخلاقي عمل دی، کولای شي کارکوونکي ته لاندې ستونزې وزېږوي:
- د ناروغۍ په صورت کې د معاش نه شتون
- د رخصتۍ پرمهال د معاش نه شتون
- د تقاعدي مرستو نه شتون
- د دندې د لاسه ورکولو په صورت کې د بېکارۍ د امتیازاتو نه شتون
- د کاري بیمې نه شتون
- له بانک څخه د قرضې اخیستلو نه شتون
- د کاري تړون نه شتون - د مرجع نه شتون - د کاري تجربې لپاره د اسنادو نه شتون - دا به سخته وي بل کار پیدا کړئ
یو بل سره مباحثه وکړئ
- ستاسو په هېواد کې د مالیو سیستم څنګه دی؟
- که چېرې په ناروې کې خلک مالیه نه ورکوي نو د حکومت لپاره کومې ناوړه پایلې لري؟
- ولې د دندې اخیستو په برخه کې یو لیکلی تړون مهم دی؟
- په ناروې کې د پټ یا تور کار له امله د هغو ناوړه پایلو په اړه بحث وکړئ چې د فرد یا ټولنې لپاره رامنځ ته کېږي.
سم ځواب انتخاب کړئ
ناخالص معاش څه ته وایي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د معاش رسید څه ته وایي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
پټ یا تور کار څه ته وايي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟