سوداګریزې یا تجارتي اتحایې/ټولنې

سوداګریزې یا تجارتي اتحایې/ټولنې

په ناروې کې دواړه هم کارکوونکي او هم کار ګومارونکي خپل بنسټونه لري چې په مهمو هوکړه لیکونو کې د همکاریو لپاره د خپلو حقونو او فرصتونو د ساتنې په لټه کې دي. په ناروې کې تقریباً 50 سلنه کارکوونکي د تجارت په اتحادیه کې غړیتوب لري.
د دغې تجارتي اتحادیې مهمه دنده دا ده ترڅو د کار ګومارونکو سره د کارکوونکو د تادیاتو او نورو حقوقو په اړه خبرې وکړي. دغه حقوق کېدی شي د کارکوونکو کاري ساعتونه، رخصتۍ او په کاري چاپېریال کې د کارکوونکو روزنه وي. د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته، یوه داسې هوکړه لیکل کېږي چې له مخې یې کارګومارونکي او کار کوونکي د هغې په رعایت کولو سره ملزم ګڼل کېږي. که چېرې دواړه خواوې هوکړې ته نه رسي، کارکوونکي د کاري اعتصاب حق لري.

کارګومارونکي او کارکوونکي دواړه باید د مختلفو هوکړه لیکونو له مخې یوه غوره کاري چاپېریال په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي. نو پدې توګه، په ناروې کې کاري ژوند د کار کونې په چاپېریال کې د کارکوونکو د مشارکت او دیمکرسۍ لپاره زمینه برابروي. هر کارکوونکی دا حق لري چې د خپل کاري وضیت په سمبالولو کې یې خبر واورېدل شي او ګډون ولري. کارکوونکي کولای شي د خپلو اتحادیو له لارې په ناستو کې ګډون وکړي او د ګډون اړونده معلومات ترلاسه کړي.
ټول ګومارونکي اړ دي چې په کاري محیط کې د کارکوونکو روغتیا، خوندیتابه او کاري چاپېریال (HMS) تآمین کړي. دا ډول HMS کارونه باید د کارکوونکي د استازي، د خوندیتابه چارو د استازي او اداري استازي لخوا مدیریت شي.
یو بل سره مباحثه وکړئ

- آیا ستاسو په هېواد کې د کارګرانو اتحادیې اهمیت لري؟
- د اعتصاب او هغو حقونو په اړه بحث وکړئ چې کېدی شي ګټه ترې واخیستل شي.
- څه فکر کوئ چې ولې ګڼ شمېر خلک د کارګرانو یا په تجارتي اتحادیو کې ګډون کوي؟
- څه فکر کوئ چې ولې د کارکوونکو نیمایي هغه یې په دغو اتحادیو کې د نه ګډون پرېکړه کوي؟


سم ځواب انتخاب کړئ
په ناروې کې څو سلنه کارکوونکي د تجارتي اتحادیو/کارګرانو د اتحادیو غړیتوب لري؟
سم ځواب انتخاب کړئ
د تجارتي اتحادیې ترټولو مهمه دنده څه ده؟
سم ځواب انتخاب کړئ
کله چې کارکوونکي او کارګومارونکي نه سره جوړېږي، نو یو کار کارکوونکی باید څه وکړي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟