د کور او ښوونځي تر منځ همکاري
د کور او ښوونځي تر منځ همکاري
لور: دا زما د ښوونکي له خوا یو لیک دی. تاسې باید راتلونکې اونۍ د زده کوونکو د ترقۍ غونډې ته لاړه شئ.
انا: ښوونکي ولې لیک را استولی؟ آیا کوم غلطه کړنه دې ترسره کړې؟
لور: نه، دا یوازې له ښوونکي سره یوه عادي لیدنه ده. د ټولګي ټولو زده کوونکو ته یې دا لیکونه ورکړي.
انا: آیا ډاډه یې چې کومه غلطه کړنه دې نه ده ترسره کړې؟ زه به چې ښوونځي ته تلم ښوونکو به یوازې هغه وخت له والدېنو سره خبرې کولې چې ماشوم به کوم غلط کار ترسره کړی و.
مور: په حقیقت کې اوس هغه مهال نه دی. زه غواړم له ښوونکي سره خبرې وکړم چې څه خبر ده. زه هم د کورنۍ دندې په هکله ځینې پوښتنې لرم.
والدېن د خپل ماشوم په هکله تر ټولو ډېر مسؤلیت لري. لاکن دا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره غوره ده چې والدېن یې د تربیې او زده کړې په برخه کې له ښوونځي او وړکتون سره همکاري وکړي.
والدېن، ښوونځی او خپله ماشوم باید ډاډ ترلاسه کړي چې ماشوم ټول هغه موارد زده کوي چې اړتیا ورته لري. زده کوونکی، والدېن او ښوونکی باید حد اقل په کال کې دوه ځلې د زده کوونکي د اکاډمیک پرمختګ او د هغه د ښوونځي د چارو په هکله په ګډه سره خبرې وکړي.
دا اړینه ده چې والدېن د ښوونځي له خوا ټول چمتو شوي معلومات ولولي او ځان ورسره بلد کړي. د پوښتنې د موجودیت په صورت کې، والدېن کولای شي چې له ښوونکي او یا د ښوونځي له نورو کارمندانو سره اړیکه ونیسي.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- د دې مانا څه ده چې ښوونځي باید د ټولو لپاره ښه ځای وي؟
- "په پریکړو کې برخه اخیستل" او "ګډ مسؤلیت" واقعیا څه معنی لري؟
ځینې وخت همکاري هغه ډول کار نه کوي له څنګه چې موږ یې توقع لرو. والدین او ښوونځی کولای شي د مهمو موضوعاتو او حقونو په اړه مختلف نظرونه ولري. بله ستونزه ښايي دا وي چې ښوونځي او والدین له یو بل څخه مختلفې تمې لري. ځینې ښوونکي کولی شي د دې شرایطو په اړه داسې څرګندونې ولري:
- مور او پلار د والدېنو په جلسو او د زده کوونکو ترقۍ په غونډو کې ونډه نه اخلي.
- د اوړي په رخصتیو کې مور او پلار خپل ماشومان خپلو هېوادونو ته بیایي او په اګسټ کې د ښوونځیو بیا شروع کېدلو ته نه راځي. زده کوونکي وروسته له څو اونیو یا میاشتو ښوونځي ته راځي.
- هغه ماشومان چې په ناروې کې زیدږېدلي دي، د ښوونځي د پیل په وخت کې د هغوی د ناروېژي ژبې وړتیاوې ضعیفې وي.
- والدېن نه غواړي چې ماشومان یې له ښوونځي څخه بهر په تعلیمي فعالیتونو کې ونډه واخلي، د بېلګې په ډول تعلیمي کمپونه.
- زده کوونکو ته اجازه نشته چې د جمناسټېک او لامبو وهلو په زده کړو کې ګډون وکړي.
- ولې ځینې والدېن داسې تصمیمونه نیسي؟
- د دې پایلې به د ماشوم لپاره څه وي؟
- دې ستونزو ته د بالقوه حل لارو په هکله خبرې وکړئ.
سم ځواب انتخاب کړئ
ښوونکي، زده کوونکي او والدېن څو ځله د ماشوم د ښوونځي د چارو او د هغه د اکاډمیک پرمختګ په هکله خبرې کوي؟
سم ځوابونه انتخاب کړئ
د ښوونکو سره د غونډې په وخت کې یو کس باید کومې خبرې وکړي؟
سم ځواب انتخاب کړئ
ځینې وختونه ګډه همکاري هغسې پایلې نه لري چې موږ یې غواړو. څه ستونزه کېدای شي موجوده وي؟ له یو څخه ډېر ځوابونه سم دي.
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟