روغتیا

  • ستاسو په آند غوره روغتیا څه ته وایي؟
  • په یوه هېواد کې د وګړو د روغتیا مسؤل څوک دی؟
  • موږ د خپلې روغتیا لپاره څه کولای شو؟
  • آیا خپلې روغتیا ته پاملرنه کول پدې مانا دي کله چې تاسو په ناروې کې ژوند کوئ نو باید د خپل هېواد په پرتله د نورو مواردو په اړه فکر وکړئ؟
  • ډاکټر ته د مراجعه پرمهال له هغه نه توقع کوئ؟
  • ستاسو په آند، په کوم حالت کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي؟

غوره روغتیا - د ناروغۍ د نه شتون نه اضافه نور څه؟

ځینې خلک وایي چې غوره روغتیا پدې مانا ده چې ناروغه نه وي. ځینې نور بیا غوره روغتیا د سلامتیا حس کولو او له ژوند څخه د خوند اخیستو په مانا ده. یاد موارد دواړه د غوره روغتیا د تعریف لپاره صدق کوي. لومړی تعریف شاید هغو ټولنو ته اشاره وکړي کومو کې چې جدي ناروغۍ او شاید غربت موجود وي. په نورو هغو ټولنو کې چې د ټولو لپاره د ډېری ناروغیو درملنه او د اړتیا وړ طبي مرستې موجود وي، ګڼ شمېر خلک دا احساس کوي چې غوره روغتیا یوازې په فزیکي او رواني ډول روغ اوسېدو ته وایي.

زموږ د روغتیا مسؤل څوک دی؟

خلک عادت شوي چې فکر وکړي چې د ناروغانو د روغتیایي حالت مسؤل یوازې د روغتیایي خدماتو اړونده ادارې دي. خو په وروستیو کلونو کې، دا یوه عامه موضوع ګرزېدلې ده چې موږ خپله د خپلې روغتیا په برخه کې ډېر مسؤلیت لرو. زموږ د ژوند څرنګوالی کولای شي زموږ په سلامتیا باندې اغېز ولري. روغتیایي خدمات د مشورو او سپارښتنو د چمتو کولو مسؤلیت لري، خو دا زموږ مسؤلیت دی چې دغه سپارښتنې په پام کې ونیسو. تاسو کولای شئ له ناروغیو څخه د ځان ژغورنې او ګواښونو په اړه معلومات په انټرنېت، د ډاکټر په معاینه خانه او درملتون کې ترلاسه کړئ.

Aygül: زما پزه بنده ده او سر مې درد کوي.
ډاکټر: هو، ښائي تاسو والګي نیولي واست. ستونی دې هم خوږیږي؟
Aygül: نه نه، خو لږ څه ټوخی لرم.
ډاکټر: کېدای شي په یوه اونۍ کې به تاسو بېرته ښه شئ. که چېرې ستاسو حالت د راتلونکې اونۍ په وروستیو کې بهبود و نه موند، کولای شئ ډاکټر ته بیا مراجعه وکړئ.
Aygül: آیا هېڅ درمل نه راکوئ؟

په ډېری هېوادونو کې ناروغان دا عادت لري چې شخصي ډاکټر ولري ترڅو د هغوی د روغتیا په اړه تصامیم اتخاذ کړي. ښائي ځينې ناروغان عادت ولري چې کله هم له ډاکټر څخه د درملو له اخیستو پرته تګ ته حاضر نه وي. په ناروې کې ډاکټران د مختلفو درملنو او طبي پاملرنو په اړه د خپلو ناروغانو سره بحثونه کوي.

Tips til undervisningen

Snakk sammen

Stikkord til diskusjonen: ha energi og overskudd, ikke være syk, føle velvære, fysisk kontra psykisk helse, bruk av medisiner, kroniske sykdommer, forebygging, livsstil, kosthold, trening, alkoholvaner, tobakk, informasjon, tannhelse, smittevern, økonomiens betydning for valgmulighetene, påkledning, forkjølelse

Snakk sammen om deltakernes forventninger til legebesøk, hva de er vant til fra tidligere og hva de kan forvente i Norge.

Snakk om kunstverket

Maleri. Mor ved sengen til sin syke datter.
Foto: Nasjonalmuseet/Børre Høstland «Det syke barn» malt av Edvard Munch (1885–1886).

Tips til undervisninga

Snakk saman

Stikkord til diskusjonen: ha energi og overskot, ikkje vere sjuk, kjenne velvære, fysisk kontra psykisk helse, medisinbruk, kroniske sjukdomar, førebygging, livsstil, kosthald, trening, alkoholvanar, tobakk, informasjon, tannhelse, smittevern, kva økonomi har å seie for ein person sine valmoglegheiter, påklednad, forkjøling

Snakk saman om kva deltakarane ventar seg av eit legebesøk, kva dei er vane med frå før og kva dei kan vente i Noreg.

Snakk om kunstverket

Maleri. Mor ved sengen til sin syke datter.
Foto: Nasjonalmuseet/Børre Høstland «Det syke barn» malt av Edvard Munch (1885–1886).