روغتیایي خدمات

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Det er fint å legge vekt på muligheter for tolk hos legen, og at dette ikke bør være et familiemedlem.

Snakk sammen

Snakk om helsetjenester i deltakernes hjemland og hvordan disse er organisert/finansiert og sammenlikn med Norge.
Snakk om velferdsstaten og skattefinansiering av denne.

Fastlegen vil kjenne den enkelte pasient og dennes helsehistorie bedre enn tilfeldige leger. Det vil kunne skapes en relasjon mellom lege og pasient, noe som kan være viktig for mennesker som trenger hyppig kontakt med lege.

Tips til undervisninga

Det er fint om læraren legg vekt på moglegheita for å bruke tolk hos legen og at tolken ikkje bør vere ein familiemedlem.

Snakk saman

Snakk om helsetenester i heimlanda til deltakarane og korleis dei er organiserte/finansierte, og samanlikn med Noreg.
Snakk om velferdsstaten og korleis han blir finansiert av skattar.

Fastlegen vil kjenne den einskilde pasienten og helsehistoria til pasienten betre enn tilfeldige legar. Såleis kan det skapast ein relasjon mellom legen og pasienten, og det kan vere viktig for menneske som treng å ha kontakt med legen ofte.

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Folkehelse og livsmestring

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

bruke kunnskap om det norske helsevesenet til å få tilgang til ulike helsetjenester

Kjerneelement

Individ og fellesskap

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

روغتیایي خدمات

En ung sykepleier støtter en eldre mann når han går. Bildet er tatt bakfra, og man kan se at de snakker sammen. Foto
GettyImages

په داسې یوه ټولنه کې چې په رفاهي مرستو متکي وي، موخه دا وي تر څو هر وګړی وکولای شي د امکان ترحده غوره ژوند ولري. پدې کې له غوره روغتیا څخه خوند اخیستل شامل دي. په ناروې کې موږ عامه روغتیایي خدمات لرو. دا پدې مانا ده چې دولت د خلکو د اړتیا وړ درملنې او مالي مصارفو مسؤلیت په غاړه لري. ګڼ شمېر د روغتیایي خدماتو شخصي چمتو کوونکي هم شتون لري. هغه خلک چې له یادو خدماتو استفاده کوي، د خپلې درملنې لپاره تادیه کوي.

فامیلي ډاکټر

En mannlig lege med stetoskop rundt halsen snakker med en kvinnelig pasient. Foto
GettyImages
  • د عامه درملنې عادي طرحه پدې مانا ده چې په ناروې کې هر اوسېدونکی دا حق لري چې یو کس عمومي ډاکټر د خپل فامیلي ډاکټر په حیث ولري. ستاسو یا ستاسو د ماشومانو د ناروغۍ په صورت کې، لومړی د خپل عادي ډاکټر سره په اړیکه کې شئ.
  • د اړتیا په صورت کې فامیلي ډاکټر کولای شي تاسو یوه متخصص ډاکټر ته راجع کړي.
  • کله چې غواړئ خپل عادي ډاکټر ته مراجعه وکړئ، نو باید اړیکه ونیسئ او ملاقات چمتو کړئ. تاسو باید ډاکټر ته د مراجعې په صورت کې معمولاً څو ورځې صبر وکړئ، خو که چېرې مو ناروغي شدیده وي کولای شئ په هماغه ورځ ډاکټر سره وګورئ.
  • عادي ډاکټر تاسو خپله غوره کوئ. تاسو کولای شئ خپل عمومي ډاکټر بدل کړئ که چېرې ورسره خوښ نه یاست، خو په کال کې یوازې دوه ځله.

په helsenorge.no وېبپاڼه کې تاسو کولای شئ عمومي ډاکټر پیدا کړئ، خپل عادي ډاکټران تبدیل کړئ او نور مهم روغتیایي معلومات پکې پیدا کړئ.

روغتیایي متخصص

  • د رغتیایي متخصص مثال کېدی شي د نسائي او ولادي ناروغیو متخصص، د پوستکي د ناروغیو متخصص، د غوږونو-پوزې-او ستوني ډاکټر یا هم د ماشومانو د ناروغیو متخصص و اوسي.
  • که چېرې تاسو متخصص ته اړتیا پیدا کوئ نو معمولاً به له خپل عمومي ډاکټر څخه یوه سپارښتنه ترلاسه کوئ.

په روغتون کې ثبتېدل

  • که چېرې تاسو په روغتون کې ثبتېدو ته اړتیا پیدا کړئ نو ډاکټر مو پدې اړه تصمیم نیسي. په دولتي روغتون کې بسترېدل وړیا دي. دولت به په روغتون کې ستاسو د درملو، خوړو او استوګنې ټول مصارف په غاړه اخلي.
  • کله مو چې ماشومان په روغتون کې وي، یو له والدېنو کولای شي هغوی سره په روغتون کې پاتې شي.
En kvinne ligger i en sykehusseng. Hun snakker med en sykepleier. I rommet står også andre sykepleiere som jobber med andre ting. Foto
GettyImages

په روغتون کې د بیروني ناروغانو درملنه

  • د بیروني ناروغانو درملنه پدې مانا ده چې په روغتون کې له راجستر کېدو پرته ستاسو درملنه وشي. تاسو د لیدژمنې مطابق روغتون ته ورځئ او له درملنې وروسته بېرته خپل کور ته ځئ.

بیړنۍ پالنه/مراقبت

  • که چېرې تاسو د کورنۍ هغه غړی یاست چې ناروغ شوی یا ټپي شوی وي او ستاسو د عادي ډاکټر دفتر بند وي، نو 116 117 شمېری ته د زنګ وهلو له لارې د بیړنۍ څانګې سره په اړیکه کې شئ.
  • که چېرې کوم شخص په جدي ډول ناروغ کېږي یا جدي ټپونه اخلي او بیړنو مرستو ته اړتیا پیدا کوي، نو باید له ځنډ پرته 113 بیړنۍ شمېرې ته زنګ ووهئ.

درملتون

  • ډېری درمل یوازې له درملتون څخه ترلاسه کېدی شي.
  • همدارنګه ځینې درمل لکه ضعیف مسکن درمل ښائي د ګازو په مرکزونو کې د خوړ په پلورنځیو کې هم وموندل شي.
  • په درملتونونو کې مؤظف کسان کولای شي تاسو سره د درملو په انتخاب او له هغې څخه د استفادې په برخه کې تاسو سره مرسته وکړي.
  • تاسو د درملو د پېر پرمهال ډېری وخت د ډاکټر نسخې ته اړتیا لرئ. په نسخه کې د درملو نومونه او د استفادې طریقه ذکر شوې وي.
  • نسخې ډېری وخت په الیکترونیکي ډول ورکول کېږي، خو ځینې وخت په کاغذي ډول هم لیکل کېږي.
  • تاسو باید دا وړتیا ولرئ چې د ډاکټر لخوا د توصیه شویو درملو د ترلاسه کولو پرمهال په درملتون کې د بانکې کارت، د ډرېورۍ د لېسنس، پاسپورت یا تذکرې په وړاندې کولو سره ځان معرفي کړئ.
  • که چېرې تاسو یوه جدي او مزمنه ناروغي لرئ، کولای شئ د خپلې نسخې له مخې درمل، خواړه، محصولات او طبي وسائل ترلاسه کړئ. وروسته بیا تاسو د مصارفو د یوې کوچنۍ برخې لپاره تادیه کوئ.
Medisiner på apoteket. Foto
GettyImages

د محرم ساتلو په برخه کې مسؤلیتونه

  • په روغتیایي خدماتو کې هر کارکوونکی اړ دی چې د خپلې دندې د اصولو له مخې د اسنادو د محرمیت ساتنه وکړي. دا پدې مانا ده چې هغوی نه شي کولای ستاسو له اجازې پرته معلومات د نور سره شریک کړي. نو په همدې اساس تاسو کولای شئ خپل ډاکټر سره په آزادانه ډول د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړئ. تاسو سره باید دا وېره نه وي چې کوم څه چې تاسو یې وایئ ستاسو د کورنۍ په ګډون به د نورو سره شریک شي.
  • تاسو دا حق لرئ چې پوه شئ ډاکټر مو ستاسو په روغتیایي سوابقو کې څه لیکي.
  • د محرمیت موضوع به په هر صورت کې تطبیقېږي حتی که د مسؤل شخص چې تاسو ورسره خبرې کړیې دي د ګوښه کېدو لامل هم کېږي.
  • دغه راز د محرمیت موضوع په ژباړنکو هم د اعمال وړ ده.
  • تر 16 کلونو د لوړ عمر لرونکي ماشومان کولای شي دا تصمیم ونیسي چې آیا والدېن یې روغتیایي معلوماتو ته لاسرسی ولري که نه.

د ناروغ مصارف ( د ناروغ د مصارفو یوه تخفیف شوې برخه)

  • ناروغ د خپلې ناروغۍ لپاره د مصارفو تادیه کوي، پداسې حال کې چې دولت ډاکټر ته د هغه د مراجعې نور مصارف په غاړه اخلي.
  • ناروغ باید ډاکټر ته د مراجعې پرمهال د بنداج، پیچکاریو، معایناتو او داسې نورو مصارف تادیه کړي.
  • تر 16 کلونو د ټیټ عمر لرونکي ماشومان له دغه امر څخه مستثنا دي.
    د مېندوارۍ اړونده معاینات وړیا دي.
  • عمومي ډاکټر ته د مراجعې مصارف معمولاً د 150 او 300 NOK ترمنځ دي.
  • که چېرې تاسو مزمنه ناروغي لرئ، نو تاسو به په یوه "شین رنګه" نسخه کې د درملو لپاره تادیه کوئ.
  • وروسته له هغې چې تاسو په یوه کال کې د ناروغۍ د فیس تر عنوان لاندې یو ځانګړی مقدار تادیه کوئ، نو تاسو به دا حق ترلاسه کړئ چې یوه قطعه د معافیت یا تخفیف کارت ("وړیا" کارت) ولرئ. کله جې تاسو یاد مقدار پیسې د ناروغۍ د مصارفو ترعنوان لاندې تادیه کوئ، نو د روغتیایي اقتصاد اداره (HELFO) به تاسو ته د معافیت یا تخفیف کارت واستوي، یا دا چې تاسو به په helsenorge.no کې د معافیت الیکترونیکي کارت ته لاسرسی پیدا کړئ. تاسو باید ډاکټر ته د مراجعې پرمهال یا کله چې د نسخې له مخې تخفیفي درمل ترلاسه کوئ، دغه کارت وړاندې کړئ. دا پدې مانا ده چې تاسو د کال په جریان کې د ناروغۍ اړونده متباقي مصارفو لپاره تادیه نه کوئ.

له ژباړن څخه استفاده

که چېرې تاسو او ستاسو ډاکټر یو د بل په خبر و نه پوهېږئ، نو تاسو دا حق لرئ چې ډاکټر سره د لیدو پرمهال ترجمان ولرئ. ترجمان تاسو لپاره وړیا دی.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • په هغو هېوادونو کې چې تاسو یې له پخوا پېژنئ، روغتیایي خدمات څنګه دي؟
  • د دولت لخوا ناروغ ته روغتیایي خدمات وړیا دي. دولت پیسې له کومه ځایه ترلاسه کوي؟
  • ستاسو د عادي ډاکټر درلودل څه ګټې لري؟
  • تاسو ته تر ټولو نږدې عاجل مرکز کوم ځای کې دی؟

سم ځواب انتخاب کړئ

"د عامې روغتیا خدمات" څه ته وایي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

ډاکټر ته د اړتیا په صورت کې لومړی چا سره اړیکه نیسئ؟

سم ځواب انتخاب کړئ

په ناروې کې یو شخص باید په روغتون کې د بستر کېدو لپاه څه شی تادیه کړي؟

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

بیروني ناروغان هغو ناروغانو ته وایي چې په روغتونو کې یې له مخکیني ثبت نام پرته درملنه کېږي.
هر هغه شخص چې د روغتیا پالنې په سیستم کې دنده ترسره کوي مسؤلیت لري چې محرمیت په پام کې ونیسي.
د مېندوارۍ معاینات له 150 تر 300 NOK مصارف لري.
که چېرې کوم شخص جدي ناروغه کېږي یا داسې ټپي کېږي چې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري، نو تاسو باید له ځنډ پرته 113 شمېرې ته زنګ ووهئ.
د عمومي ډاکټر متخصص مثالونه عبارت دي له ښځینه امراځو د متخصص، د پوستکي له متخصص او د غوږ-پوزې-او ستوني له ډاکټر څخه.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

ژباړونکي د محرمیت ساتنې دنده په غاړه لري.
که چیرې یو ماشوم په روغتون کې وي، نو معمولاً به یو له والدینو څخه د پایواز په حیث په روغتونو کې پاتې کېږي.
په ناروې کې شخصي روغتیایي خدمات شتون نه لري.
ضعیفه مسکن درمل یوازې له درملتونونو څخه ترلاسه کېدی شي.
کله چې تاسو د کال په جریان کې د خپلو روغتیایي خدماتو لپاره یو ټاکلی مبلغ تادیه کوئ، نو تاسو د "وړیا" کارت په نامه د معافیت/تخفیف د کارت ترلاسه کولو لپاره مستحق ګڼل کېږئ.