ټولنیزې سیمې هغه ځایونه دی چېرې چې

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Snakk sammen

Dette handler igjen om tilhørighet til lokalsamfunnet, knytting av kontakter, nettverksbygging, osv. Det kan også handle om utenforskap. Snakk gjerne om konsekvensene for et barn dersom alle kameratene er med på en fritidsaktivitet, mens en selv ikke får være med fordi foreldrene ikke ser viktigheten av det. Det er selvsagt noe helt annet om barnet selv ikke ønsker å være med på aktiviteten.

Læreren bør på forhånd ha skaffet seg en viss oversikt over tilbud og muligheter både for barn og voksne der deltakerne bor. Hva finnes av frivillige organisasjoner, idrettsforeninger osv.

Når det gjelder ulikheter i uskrevne regler, er læreren ofte den beste kilde til å finne eksempler på dette. Lærere som kjenner både deltakernes kultur og bakgrunn og den norske kulturen, vil kunne finne mange eksempler fra dagliglivet.
Eksempler: ta av skoene når man går inn i et hus, spise opp all maten på tallerkenen eller ikke, høflighetsfraser når man møtes, å komme presis til avtaler eller ikke, hilse på fremmede, samtaletemaer, sittemønster på tog og buss og lignende.

Tips til undervisninga

Snakk saman

Dette handlar igjen om å høyre til i lokalsamfunnet, knyte kontaktar, byggje nettverk, osv. Det kan òg handle om utanforskap. Snakk gjerne om kva konsekvensar det kan ha for eit barn om alle kameratane er med på ein aktivitet på fritida, medan ein sjølv ikkje får vere med fordi foreldra ikkje tykkjer det er så viktig. Det er sjølvsagt noko heilt anna om barnet sjølv ikkje har lyst til å vere med på aktiviteten.

Læraren bør på førehand ha skaffa seg ei viss oversikt over tilbod og moglegheiter både for barn og vaksne i området der deltakarane bur – kva som finst av frivillige organisasjonar, idrettsforeiningar osv.

Når det gjeld ulikskapar i uskrivne reglar, er læraren ofte den beste kjelda til døme. Lærarar som kjenner både deltakarane sin kultur og bakgrunn og den norske kulturen, kan finne mange døme frå dagleglivet.
Døme: Om ein tek av seg skoa eller ikkje når ein går inn i eit hus, et opp all maten på tallerken eller ikkje, kva høviske fraser som blir utveksla når ein møtest, å kome presis til avtalar eller ikkje, helse på framande, samtaletema, sitjemønster på tog og buss og liknande.

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Digitale ferdigheter
Muntlige ferdigheter

Tverrfaglige tema

Folkehelse og livsmestring

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

bruke kunnskap om omgangsformer i det norske samfunnet og om hvordan man kan delta aktivt på sosiale, frivillige og politiske arenaer

Kjerneelement

Individ og fellesskap

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

ټولنیزې سیمې هغه ځایونه دی چېرې چې

Fem voksne mennesker sitter på café. De har hver sin bok åpen foran seg. De smiler og ler, og snakker om boka de har lest. De har bokklubb.
GettyImages

ټولنیزې سیمې هغه ځایونه دی چېرې چې خلک خپل ګډ وخت تېروي. خلک په خپل ژوند کې ډېری وخت ګڼ شمېر ټولنیز یا تفریحي سیمې لري. کورنۍ، خپله شخصي کورنۍ او خپلوان دواړه کېدی شي په ټولنیزو سیمو یا مواردو کې شامل شي. د ډېری خلکو لپاره ښوونځي او کار ځایونه مهم ټولنیز موارد ګڼل کېږي. ګڼ شمېر خلک خپلو ملګرو سره د وزګارتیا پرمهال ویني. هغوی ښائي یو د بل سره په چای خونو، تفرېح ځایونو یا یو د بل په کورونو کې وویني. ګڼ شمېر ځوانان په خپلو خالي وختونو کې د اضافي زده کړې په موخه کورسونو ته ځي. ځینې خلک د موسیقۍ په ګروپونو کې سندرې وایي یا د موسقۍ آلې غږوي، او ګڼ شمېر نور بیا په مختلفو ادارو کې په دندو بوخت وي. دغه موارد هم په ټولنیزو فعالیتونو کې شامل دي.

تدوین شوي تفریحي فعالیتونه

En mann og tre jenter står med hver sin fotball på en fotballbane. Mannen gir instruksjoner. Han er faren til en av jentene og treneren til jentelaget. Foto
GettyImages

ګڼ شمېر ماشومان په ترتیب شویو تفریحي فعالیتونو کې ګډون کوي. هغوی کېدی شي د یوه سپورتي کلب غړي و اوسي یا په یوه بانډ کې ولوبېږي. ځینې د speidere (سکاوټس) په تنظیم شویو فعالیتونو کې لګیا دي، په داسې حال چې نور بیا کېدی شي د تصویر اخیستنې ګروپونو ته مراجعه وکړي. والدېن په ګڼ شمېر یادو فعالیتونو کې دخیل دي. ښائي د ځینو زده کوونکو میندې د نجونو د هنډبال په ټیم کې د روزونکې په حیث دنده ترسره کي. کېدی شي والدېن په خپل نوبت سره ماشومان په موټر کې د سپرلۍ لپاره بیرون ته وباسي او او هغوی په ګڼ شمېر فعالیتونو کې د ګډون په موخه هلته ورسوي. دا کار کېدی شي د هغو کسانو لپاره پدې وروستیو کې ناروې ته راغلي یا د سیمه ییزو خلکو سره د پېژندنې په موخه بلې سیمې ته سفر کړی یو غوره کار وي.

داوطلبانه کار

داوطلبانه کار هغه کار ته ویل کېږي چې په هغې کې تاسو د معمول په شان په رسمي ډول نه یۍ شامل شوي. د ترسره شوي کار لپاره هېڅ معاش شتون نه لري. داوطلبانه کار یو لنډمهاله کار دی. هېڅوک په داوطلبانه ډول ټوله ورځ کار نه کوي! داوطلبانه کار اکثر د هغو بنسټونو لخوا ترسره کېږي چې د ټولنې لپاره خدمت کوي. د مثال په ډول، سره میاشت، سپورتي کلبونه، کلتوري فعالیتونه او داسې نور.

په سکینډینیوینیا هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک د بنسټونو لخوا په داوطلبانو فعالیتونو کې ونډه اخلي. پدې کار سره موقعه برابرېږي ترڅو نوي شیان زده کړئ او نوي ملګري پیدا کړئ. د دغو بنسټونو ګڼ شمېر یې همدارنګه د دیمکرسۍ په اړه د پوهاوي په برخه کې مرسته کوي. ګډونوال د دیمکرسۍ په اړه د قوانینو په برخه کې تجربه ترلاسه کوي، لکه په ناستو، ټاکنو او رایه اچونه کې د ګډون له لارې. همدارنګه ګڼ شمېر داوطلبانه بنسټونه د ټولنې او هېواد په کچه په سیاسي پروسو باندې هم اغېز لري.

په یوه یا ګڼ شمېر داو طلبانه بنسټونو کې ونډه اخیستنه تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د خپلې سیمې خلک وپېژنئ او تاسو سره دا احساس پیدا کوي چې تاسو د خپلې سیمې د ټولنې سره تړاو لرئ. تاسو به پدې سره د ارتباطاتو یوه پراخه شبکه جوړه کړئ، چې کولای شي ورځ تر بلې ستاسو په کاري اړیکو، زده کړه او ورځنې ژوند کې بدلون رامنځ ته کړي.

En kvinne er i skogen. Hun har med seg en stor plastpose som hun kaster søppel i. Hun bøyer sge ned for å plukke opp en flaske hun kan kaste. Hun jobber frivillig med å plukke søppel. Foto
GettyImages

په ګډه سره

په ټولو ټولنو کې ګڼ شمېر لیکلي قوانین او مقررات شتون لري. همدارنګه ګڼ شمېر قوانین شتون لري چې هر سړی ورباندې پوهېږي، خو هغه لیکل شوي نه دي. دغه قوانین د هر کلتور لپاره متفاوت دي. یو مثال یې دا دی چې موږ څنګه یو بل و منو. په ناروې که دا یوه عامه خبره ده چې ښځې او سړي دواړه یو بل ته لاس ورکوي. همدارنګه په موږ کې دا هم معمول دی چې د مخه ښې پرمهال یو بل ته لاس ورکوو. ملګري اکثر د 'سلام' په ویلو سره یو بل ته درناوی کوي.

Farget mann og hvit kvinne snakker sammen. Foto
GettyImages

مهاجر: آیا غواړې ماسره یوه ورځ وګورې؟
د ناروې تبعه: هو، دا به ډېره ښه خبره وي.

یوه میاشت وروسته:
مهاجر: ولې را نه غلې؟
د ناروې تبعه: زه تاسو نه یم غوښتی.

څه وشول؟ په ناروې کې تاسو باید خلک په ځانګړو ورځو او وختونو کې دعوت کړئ. د ناروې خلک په ندرت سره له رسمي بلنې پرته یو بل سره ګوري.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • آیا دا مهمه ده چې والدېن باید خپل ماشومان په منظمو تفریحي فعالیتونو کې د ګډون لپاره چمتو کړي؟ ولې یا ولې نه؟
  • آیا پوهېږئ چې ستاسو د اوسېدو په سیمه کې ځینې داوطلبه بنسټونه شتون لري؟
  • د هغه حالت په اړه چې فرضاً که په ناروې کې 'حشر' نه وي ناروې به سقوط وکړي بحث وکړئ'.
  • د حشر مثبت اړخونه کوم دي؟
  • د هغو غیر تصویب شویو قوانینو یو څو مثالونه وړاندې کړئ چې تاسو پخوا زده کړي.
  • په ناروې کې د تصویب شویو قوانینو مثالونه وړاندې کړئ.
  • په ناروې کې د مېلمه پالنې، د شپې تېرولو، د کوربه د اړتیاو، په کور کې د مېلمه د پاتې کېدو د زمان او داسې نورو مواردو په برخه کې د بېلابېلو کلتورونو تر منځ توپیرونه شته دي.
    د دغو توپیرونو په اړه بحث وکړئ.
GettyImages
GettyImages

سم ځواب انتخاب کړئ

ټولنیزه عرصه څه ته وایي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

داو طلبانه کارونه یا حشر څه ته وایي؟

سم ځواب انتخاب کړئ

په ناروې کې د لومړي ځل لپاره د یو چا د لیدلو په صورت کې د ستړي مشو معمول ډول څه دی؟

سم ځواب انتخاب کړئ

د حشر په ډول د یوه کار ترسره کول څه ګټې لري؟

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

ګڼ شمېر ماشومان په ترتیب شویو تفریحي فعالیتونو کې ګډون کوي.
د ناروې 20 سلنه وګړي ټوله ورځ په داوطلبانه ډول کار کوي.
په سکېنډينېویا کې په کمه اندازه داوطلبانه یا د حشر په ډول کارونه ترسره کېږي.
غیر تصویب شوي قوانین هغو قوانینو ته وایي چې هر سړی یې په اړه معلومات لري خو تصویب شوي/لیکل شوي نه دي.
د ناروې وګړي ډېر کم له بلنې پرته یو بل سره لیده کاته کوي.