اغېزمنه پرمختیا
دا فلم وګورئ
اغېزمنه پرمختیا
د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا موخه په ټوله نړۍ کې د دوامدار پرمختګ لپاره یو ګډ پلان دی. د دوی هدف د بې وزلۍ له منځه وړل، د نابرابرۍ مختلف ډولونو سره مبارزه او تر 2030 پورې د اقلیم د بدلون مخه نیول دي.
اقلیمي بدلون
هوا او اقلیم دوې مختلفې پدیدې دي. هوا هغه څه دي چې موږ یې هره ورځ کله چې له کړکۍ څخه بهر ګورو وینو، پداسې حال کې چې اقلیم متوسطه تودوخه ده چې د اوږدې مودې لپاره اندازه کیږي. په تیرو 100 کلونو کې، د ځمکې په اقلیم کې لوی بدلونونه رامنځته شوي. د نړۍ ډیری د اقلیم څیړونکي پدې باور دي چې د انساني فعالیت په پایله کې د رامنځ ته کېدونکي ګار CO2 تولید، هغه څه دي چې انسانانو تر شا پرېښي او نن یې موږ په اقلیم باندې اغېزې په سترګو وینو.
هغه بدلونونه چې موږ یې نن صبا تجربه کوو، په لاندې ډول دي:
- د ځمکې تودوخه مخ په ډیریدو ده.
- د سمندر یا بحر کچه په لوړېدو ده او اوبه یې ورځ تر بلې تروې کېږي.
- کلنګلونه وېلې کېږي.
- په اورښتونو او موسمونو کې غیر متوازن توپیر او بدلون رامنځ شوی.
د تجدید وړ سرچینې
د تجدید وړ سرچینې یوه اصطلاح ده چې په اتومات ډول د طبیعي سرچینو بیا نوي کېدل تشریح کوي. خلک کولی شي دا سرچینې ترلاسه کړي، او که په سمه توګه له هغې څخه ګټه پورته شي، د خلاصېدو نه دي.
د تجدید وړ سرچینو مثالونه:
- حیوانات، ونې او نباتات
- باران، باد او اوبه
- لمر
د نه تجدید وړ سرچینو مثالونه:
- تیل
- ګاز
- سکاره
په محلي ډول تولید شوي خواړه
په محلي ډول تولید شوي خواړه مصرف کونکي ته نږدې تولید کیږي. کله چې خواړه په محلي توګه تولید شي، د ټرانسپورټ یا انتقال لپاره یې په کمه اندازه اړتیا محسوسېږي او پدې توګه موږ د شینکوریزه ګازونو تولید تر ډېره بریده خوندي کولای شو یا یې مخه نیولای شو. د محلي تولید شويو خوراکي توکو د تولید کنټرول هم اسانه دی. دا کیدای شي د حشره وژونکو په واسطه د سپری کولو، د غوښې او کب په صنعت کې د انټي بیوټیکونو کارول او د څارویو د هوساینې محیط اغېزمن کړي.
یو بل سره مباحثه وکړئ
- د اقلیم د بدلون په اړه بحث وکړئ. اقلیم ستاسو په هیواد څه اغیزې لري؟ اقلیم په ناروې باندې څه اغېزې لري؟
- د نوې کیدونکو سرچینو په اړه بحث وکړئ. کله چې انسانان له دغو سرچینو څخه تر هغې اندازې ډېره استفاده کوي چې طبیعت یې د نوي کولو توان لري، نو پدې صورت کې څه پېښېږي؟
- په محلي کچه د تولید شويو خواړو د ګټو او زیانونو په اړه بحث وکړئ.
- آیا د یو هیواد لپاره دا مهمه ده چې په ځان بسیا وي؟ ولې او که که ځواب مو نه وي لامل یې څه دی؟
- د پایداره پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د اهدافو په اړه خبرې وکړئ. ایا تاسو فکر کوئ چې ځینې یې د نورو په پرتله خورا مهم دي؟ ایا نړۍ ټوله د دغه پلان سره موافقه ده؟
یو بل سره مباحثه وکړئ
اقلیم څه ته وایي؟
یو بل سره مباحثه وکړئ
چاپېریال پوهان څه فکر کوي چې د هغو چټکو اقلیمي بدلونونو لامل چې نن صبا یې موږ تجربه کوو څه شی دی؟
یو بل سره مباحثه وکړئ
د تجدید وړ منابع څه شی دی؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
صحیح او غلط انتخاب کړئ
جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟
سم انځور انتخاب کړئ
کوم عکس د نه تجدید وړ سرچینې ښیې؟