ناروې له 1814 څخه تر 1905 کال پورې

Lærerinnhold

Tips til undervisningen

Nasjonalromantikken: Spill Grieg i klassen (for eksempel «I Dovregubbens hall» og/eller «Morgenstemning») og vis et av de nasjonalromantiske maleriene på lerretet/skjermen.

Snakk sammen

Her er det viktig å ta i bruk deltakernes egne erfaringer og tanker rundt nasjonalfølelse. Samtidig må læreren kjenne deltakergruppa si godt. Det kan sitte deltakere i gruppen som tilhører minoriteter og majoriteter i hjemlandet og det kan oppstå vanskelige situasjoner i klasserommet.

Nasjonaldagen feires på ulike måter rundt i verden. I Norge er det fokus på barna, barnetog, korpsmusikk, leker og is. Mange steder kan fokuset rundt nasjonaldagen være på militæret og ulike parader.

Forholdet mellom Norge og Sverige (og Danmark) er i dag vennskapelig. Vi har på mange måter felles verdier og kultur, og forstår hverandre språklig.

Stikkord til spørsmålet om utviklingen av Norge: grunnlov, nasjonalfølelse, unionsoppløsning, litteratur og kunst, dannelsen av politiske partier, industri, utvandring, humanistiske verdier inspirert av bl.a. den franske revolusjonen og den amerikanske uavhengighetserklæringen

Tips til undervisninga

Nasjonalromantikken: Spel Grieg i klassen (til dømes I Dovregubbens hall og/eller Morgenstemning) og vis eit av dei nasjonalromantiske måleria på lerretet/skjermen.

Snakk saman

Her er det viktig å bruke deltakarane sine eigne erfaringar og tankar om nasjonalkjensle. Samstundes må læraren kjenne deltakargruppa si godt. Det kan sitje deltakarar i gruppa som høyrer til minoritetar og majoritetar i heimlandet, og det kan oppstå vanskelege situasjonar i klasserommet.

Nasjonaldagar blir feira på ulike måtar rundt om i verda. I Noreg fokuserer vi på barn, barnetog, leikar og is. Mange stader står militæret og ulike paradar i fokus for nasjonaldagsfeiringa.

I dag er forholdet mellom Noreg og Sverige (og Danmark) venskapeleg. Vi har på mange måtar felles verdiar og kultur, og vi forstår kvarandre sine språk.

Stikkord til spørsmålet om utviklinga av Noreg: Grunnlov, nasjonalkjensle, unionsopplysing, litteratur og kunst, danning av politiske parti, industri, utvandring, humanistiske verdiar inspirerte av m.a. den franske revolusjonen og den amerikanske uavhengigheitserklæringa

Læreplan

Grunnleggende ferdigheter

Muntlige ferdigheter
Digitale ferdigheter

Tverrfaglige tema

Demokrati og medborgerskap

Læreplan i samfunnskunnskap for voksne innvandrere etter integreringsloven

gi eksempler på noen av de viktigste historiske hendelsene og prosessene som har dannet grunnlaget for framveksten av demokratiet i Norge  

Kjerneelement

Demokratiforståelse og deltakelse

Læringsaktivitet

Muntlig aktivitet

ناروې له 1814 څخه تر 1905 کال پورې

Riksforsamlingen på Eidsvoll i 1814. Maleri.
Stortingets kunstsamling

د اتحادیې منحل کېدل او د نوې اتحادیې رامنځ ته کېدل

په اروپا کې د نولسمې پیړۍ پیل د ډیری د ګڼ شمېر جګړو پیل و، لکه له یوې خوا د انګلستان سره لوی جنګ او له بلې خوا فرانسه سره جنګ. دا جګړې د ناپلیون د جګړو په نامه پیژندل کیږي. ډنمارک-ناروې د فرانسې په خوا کې و، او کله چې فرانسې جګړه وبایله، د ډنمارک پاچا باید ناروې سویډن ته چې د جګړې پرمهال د انګلستان ملاتړی و، ته وسپارله.

نو په 1814 کې، د ډنمارک او ناروې ترمینځ اتحاد پدې ډول منحل شو. ډیری نارویجیانو هیله درلوده چې ناروې به یو خپلواک هیواد شي، نو پدې همې اساس د ناروې 112 پیاوړي اشخاص په ایډسول کې سره راټول شول. د نورو شیانو ترڅنګ دوی غوښتل د خپلواکې ناروې لپاره اساسي قانون تصویت کړي. د همدې کال د می په 17مه، ناروې خپل اساسي قانون تصویب کړ، له همدې امله 1814 د ناروې په تاریخ کې یو مهم کال دی.

د دې سره سره، ناروې د 1814 کال په نوامبر کې د سویډن سره یوې اتحادیې ته اړ شو. د سویډن سره نوې اتحادیه د ډنمارک سره د پخوانۍ اتحادیې په پرتله خورا ضعیفه وه. ناروې ته اجازه ورکړل شوې وه چې د ځینو بدلونونو سره سره خپل اساسي قانون وساتي او په داخلي مسائلو کې خود مختاره وه. د ناروې پارلمان په 1814 کې تاسیس شوی.

بهرنۍ پالیسي د سويډن لخوا جوړه شوه، او پاچا یې یو سویډني و. هغه کارل جوهان نومیده، او په اوسلو کې یو لوی سړک د هغه په ​​نوم نومول شوی و.

ملي رومانتيزم او د ناروې ملي هویت

Et maleri av en robåt i en norsk fjord. I båten sitter et brudefølge. Fjellene og vannet ser storslått og vakkert ut.
Hardanger د ناوې قدم وهل" د Adolph Tidemand او Hans Gude نقاشي (1848)

د هنر او کلتور په برخه کې پرمختګ په اروپا کې د نولسمې پیړۍ په نیمایي کې رامینځته شو. دې ته ملي رومانیتیزم ویل کیده. دا ملي دود د دغه خوځښت تر سیطره لاندې خورا مهم شو ترڅو ځانګړي ملي ځانګړتیاوې روښانه کړي، او ډیری وختونه هغو په حقیقت کې د دوی په پرتله ښه کړي. په ناروې کې، د هیواد په کچه ښکلو مظرونو ته ځانګړې پاملرنه کېده، او د کلیوالو کروندګرو ټولنو ته د ناروې د یوه ریښتیني ممثل په سترګه کتل کیدل. ملي رومانیتیزم په ادبیاتو، نقاشۍ او میوزیک کې څرګند کيدو.
ډیرو خلکو پدې ډېر وياړ کولو چې دوی د ناروې څخه دي، او ډیری خلکو غوښتل ناروې یو خپلواک هیواد شي.

د ډنمارک سره تر اتحاد څو سوه کاله وروسته، په ناروې کې د لیکل او لوست مروجه ژبه ډنمارکي وه. د ناروې تاریخي کتیبه چې اوس د بوکمل په نوم پیژندل کیږي د ډنمارکي الاصله نارویژی لینکه ده. د ملي دود یعنې رومانیتیزم دورې په جریان کې، ډیری نارویژیانو احساس وکړ چې موږ باید خپله لیکلې ژبه ولرو چې د ډنمارکي پر اساس نه وي. دا د ژبپوه Ivar Aasen د هنري فعالیتونو سابقه وه هغه څوک چې د ناروې له مختلفو ژبو څخه د مثالونو راټولولو لپاره یې ټولې ناروې ته سفرونه وکړل. د هغه د راټولو شويو مثالونو پراساس، هغه د لیک لپاره نوې نارویژي بڼه رامینځته کړه: نینورسک. دواړه نینورسک او بوکمل د 19مې پیړۍ ترټولو لوی بدلون موندلی، خو دا دواړه ژبې د ناروې د رسمي د لیک لوست ژبې دي. د سامی ژبه هم په ناروې کې یوه رسمي ژبه ده.

له کرنې څخه تر صنعت پورې

ناروې یوه کرنې ټولنه وه. د 19مې پیړۍ په مینځ کې، د ناروې شاوخوا 70 سلنه نفوس په کلیوالو سیمو کې ژوند کاوه. ډیری انسانانو خپل ژوند د کرنې او کب نیولو څخه تامیناوه. دا د ډیری خلکو لپاره سخت ژوند و. نفوس وده وکړه، کافي ځمکه او د هرچا لپاره کار نه و. په ورته وخت کې، په ښارګوټو او ښارونو کې بدلونونه رامنځته کېدل. فابریکې پیل شوې، او ډیری خلکو د کار موندنې په موخه له کلیو څخه ښارګوټو او ښارونو ته مخه کړه. په ښار کې ژوند د ډیری کاري ډلو د کورنیو لپاره سخت و. خلکو ډېر ساعته کار کاوه، او د ژوند شرایط یې خراب وو. کورنیو به ډیری وخت ډیر ماشومان زېږول، او دا د ډیری کورنیو لپاره یوه عادي خبره وه چې یو کوچنی اپارتمان د نور سره شریک کړي. ډیری ماشومان باید په فابریکو کې کار کولو ترڅو د دوی کورنۍ ژوندۍ پاتې شي.

له 1850 دمخه، د نفوس نږدې 15 سلنه په ښارونو او بازارونو کې ژوند کاوه. د 19مې پیړۍ په پای کې، دا شمیره 35 سلنې ته لوړه شوه. په 1900م کال کې، په ګټور ډول ګمارل شوي 23 سلنه وګړیو په صنعت کې کار کاوه. د 1850 او 1920 کلونو په منځ کې تقریبا اته سوه زره ناروژیان امیرکا ته مهاجر شوي دي.

Svart-hvitt-bilde av et veveri. Et stort rom med mange vever på rad. Foto
Wilse, Anders Beer / Oslo Museum

یو آزاد او خپلواک هیواد

Kong Haakon 7. i uniform. Foto
Wilse, Anders Beer/Folkemuseet پاچا Haakon VII

د سویډن پاچا سره د سیاسي هوکړې وروسته، پارلمان د 1905 کال د جون په 7مه اعلان وکړ چې د سویډن پاچا نور د ناروې پاچا نه دی او پدې سره نور د سویډن سره اتحاد منحل شو. پدې سره په سویډن کې د خلکو جدي غبرګونونه را وپارېدل او ناروې او سویډن یې جګړې ته سره نیژدې کړل. په هغه کال کې د دوو نظر پوښتنو له مخې پریکړه وشوه چې د سویډن سره اتحاد منحل شي، او دا چې د ناروې نوی ایالت به یوه پاچاهي وي.
د سویډن پاچا د دې ټولپوښتنې پایله ومنله. د ډنمارک شهزاده کارل د ناروې د نوي پاچا په توګه وټاکل شو. هغه د Haakon لقب ترلاسه کړ چې د ناروې د ځینې پخوانیو پاچاهانو نوم و. پاچا Haakon VII له 1905م کال څخه تر 1957م پورې د ناروې پاچا و.

یو بل سره مباحثه وکړئ

  • موږ ولې په ناروې کې د می 17مه لمانځو؟
  • ملي ورځې په بیلابیلو هیوادونو کې په مختلف ډول لمانځل کیږي. ملي ورځ په هغو هیوادونو کې چې تاسو یې پیژنئ څنګه لمانځل کیږي؟ په دغه هېوادونو کې د ملي ورځو لمانځل د ناروې د ملي ورځو د لمانځلو سره څه توپیر او ورته والی لري؟
  • ډیری نارویجیانو سره په 19مه پیړۍ کې د ملي ویاړ قوي احساس پیدا شو. ملي غرور څه شی دی او دا څنګه رامنځته کیږي؟
  • د ملي ویاړ قوي احساس منفي اړخونه کوم دي، او مثبت اړخونه یې کوم دي؟
  • ایا فکر کوئ چې هغه دوره چې ناروې د سویډن سره په اتحاد کې وه نن ورځ د دواړو هیوادونو ترمینځ په اړیکو باندې کوم اغیز درلود؟
  • تاسو اوس له 1814مو کلنو څخه تر 1905مو کلونو پورې د ناروې د تاریخ دورې په اړه زده کړل. ایا فکر کوئ هغه څه چې زده کړي مو دي، د اوسني ناروې د پرمختګ لپاره خورا مهم دي؟
Norsk flagg og svensk flagg. Foto.
GettyImages

سم ځواب انتخاب کړئ

ناروې خپل اساسي قانون کله ترلاسه کړ؟

سم ځواب انتخاب کړئ

ناروې به کوم وخت د سویډن سره په اتحاد کې وه؟

سم ځواب انتخاب کړئ

Ivar Aasen د nynorsk ژبې بڼه څنګه رامینځته کړه؟

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

کله چې فرانسې د ناپیلیون د وخت جنګونه وبایلل، د ډنمارک پاچا ناروې سویډن ته وسپارله.
ډیری نارویژیان خوشحاله وو کله چې دوی د سویډن سره اتحاد ته د ننه شول، ځکه چې دوی د یو خپلواک هیواد کیدو لپاره د چمتووالي احساس نه درلود.
د ناروې اساسي قانون په 1814م کال کې د 112 نارینه وو لخوا په ایډسول کې لیکل شوی و.
د ناروې پارلمان د اساسي قانون له لیکلو څخه پینځه کاله وروسته تاسیس شو.
د سویډن او ناروې د اتحادیې پاچا د کارل جوهان په نوم يادېده.

صحیح او غلط انتخاب کړئ

جملې ولولئ. کومې صحیح او کومې غلطې دي؟

په اوسلو کې یو عموي واټ د سویډن او ناروې ترمنځ د اتحادیې رامنځ ته کوونکي پاچا په نوم نومول شوی.
په ملي رومانیتیزم کې ملي ځانګړتیاوې مشخصې شوې وې.
په 19مه پیړۍ کې کاري کورنۍ د کار او کورنۍ ښه شرائط درلودل.
د اتحادیې له منحل کیدو وروسته، د ناروې لومړی پاچا د ډنمارک و او د هغه نوم کارل و.
د ډنمارک شهزاده کارل د ==Harald VII== لقب ترلاسه کړ کله چې هغه د ناروې پاچا شو.

په انځور باندې کلېک وکړئ

په مهال ویش کې په سمه دوره کلیک وکړئ. هاکون VII کله د ناروې پاچا و؟

choice-image